د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهالو ټاکنو په بېلابېلو ایالتونو کې د ښځو لپاره د تاریخي بریاوو زمینه برابره کړې ده. په دغو ټاکنو کې یو شمیر ښځو داسې سیاسي څوکۍ ګټلې چې تر دې وړاندې یې په اړوندو ایالتونو کې ښځو تجربه نه وې کړې. دغو بریاوو د امریکا په سیاسي مشرتابه کې د ښځو د زیاتېدونکي حضور او رول په اړه بحثونه بیا تازه کړي دي.
جینا هینوهوسا په ټکساس ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګریګ ابېټ ته په ماتې ورکولو د دغه ایالت لومړنۍ لاتیني الاصله ښځینه والي شوه.
هینوهوسا د خپلې بریا په وینا کې وویل، هغه دا خبره چندان ځوروونکې نه ګڼله چې سیاسي مخالفانو پرې باور نه درلود، خو دا چې پر خلکو یې باور نه درلود، ورته د اندېښنې وړ وه.
هغې وویل: «زه هېڅکله پر دې نه ځورېدم چې نورو پر ما باور نه درلود؛ خو دا خبره ځورولم چې پر موږ یې باور نه درلود. له هر لوري زموږ پر ضد د میلیونونو ډالرو په ارزښت تبلیغاتي کمپاینونه وشول، خو ټکساسه، پر تاسو زما باور هېڅکله کمزوری نه شو.»
په جورجیا ایالت کې هم کیشا لانس باټمز تاریخي بریا ترلاسه کړه او د دغه ایالت لومړنۍ تورپوستې ښځینه والي شوه.
باټمز تر دې وړاندې د اتلانتا ښارواله وه او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د سپینې ماڼۍ د سلاکارې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
هغې د بریا پر مهال د جورجیا خلکو ته په خطاب کې وویل، له هغوی سره به خپله مینه او ژمنتیا هېڅکله پرېنږدي.
باټمز وویل: «جورجیا، زه ژمنه کوم چې هېڅکله به له تاسو سره مینه پرېنږدم. مننه چې زه مو د خپلې والي په توګه وټاکلم.»
په اوهایو ایالت کې ډاکټر اېمي اېکټن هم د والي څوکۍ وګټله او د دغه ایالت لومړنۍ ښځینه والي شوه.
اېکټن د ټاکنیز کمپاین پر مهال د روغتیايي خدمتونو، د ژوند د لګښتونو او د عادي امریکایانو د اقتصادي ستونزو پر موضوعاتو تمرکز کړی و.
هغې د بریا په وینا کې وویل: «د رغېدو بهیر له نن څخه پیلېږي. موږ باید هېڅکله یو بل ته له لاس ورکولو لاس وانخلو.»
په سنا کې د ښځو تاریخي بریاوې
د ښځو تاریخي بریاوې یوازې د واليانو تر څوکيو محدودې نه وې، بلکې په کانګرس کې یې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
جمهوري غوښتونکې مارشا بلیکبرن د ټېنېسي ایالت لومړنۍ ښځینه والي شوه. همدارنګه، جمهوري غوښتونکې جولیا لېټلو د لوزیانا ایالت څخه د سنا څوکۍ وګټله او د دغه ایالت لومړنۍ جمهوري غوښتونکې ښځینه سناتوره شوه.
په مینېسوټا کې پګي فلاناګن هم د امریکا سنا ته لاره وموندله او د دغه ایالت لومړنۍ بومي الاصله امریکایۍ سناتوره شوه.
فلاناګن د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال د روغتیايي بیمې او د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر موضوع تمرکز وکړ. هغې د بریا په وینا کې د روغتیايي بیمې د له لاسه ورکولو د پایلو په اړه وویل، کله چې خلک بیمه له لاسه ورکړي، طبي معاینات ځنډوي، اړینې ازموینې نه ترسره کوي او د درملو په اخیستلو کې سپما ته اړ کېږي.
هغې زیاته کړه چې ځینې کسان تر هغه د درملنې لپاره انتظار کوي چې روغتیايي ستونزه یې بیړنۍ حالت ته ورسېږي، او کله ناکله یې پایله د انسان مرګ وي.
په جنوبي کارولاینا ایالت کې هم اېني اېنډروز تاریخي بریا ترلاسه کړه او د دغه ایالت د سنا جرګې ته د لومړنۍ ښځې په توګه وټاکل شوه.
اېنډروز، چې د ماشومانو ډاکټره ده، په داسې حال کې د سنا څوکۍ وګټله چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې په دغه ایالت کې هېڅ دیموکرات نوماند د سنا څوکۍ نه وه ګټلې.
هغې د بریا تر اعلان وروسته وویل، که څه هم د نوموړې نوم د رایې ورکولو پر پاڼه لیکل شوی و، خو دا بریا یوازې د هغې نه، بلکې د ټولو خلکو ده.
د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د افغان الاصله امریکایۍ عایشه وهاب سیالۍ ته چې پکې تر دمه مخکښه ده پام اوښتی دی.
د اسوشیټډ پرېس د معلوماتو له مخې، وهاب د کلیفورنیا ایالت د کانګرس د ۱۴مې حوزې په ټاکنو کې له خپلې سیالې میلیسا هرنانډېز څخه مخکې ده. د رایو د شمېرنې د ۹۱ سلنې تر بشپړېدو پورې، وهاب شاوخوا ۵۷ سلنه رایې ترلاسه کړي او د بریا په لور روانه ده.
په کانګرس کې د ښځو استازیتوب لا هم محدود دی
سره له دې چې د ۲۰۲۶ کال منځمهالو ټاکنو ښځو ته د سیاسي پرمختګ مهم فرصتونه برابر کړي، خو په امریکایي سیاست کې د ښځو استازیتوب لا هم د نارینهوو له استازیتوب سره برابر نه دی.
د رټګرز پوهنتون د شمېرو له مخې، کله چې په ۲۰۲۷ کال په جنورۍ میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۹ ښځې د کانګرس د غړو په توګه خپلې دندې پیل کړي، د کانګرس د ټولو غړو شاوخوا ۳۰ سلنه به ښځې وي.
خو په سنا جرګه کې به د ښځینه غړو شمېر د اوسنیو ۲۷ څخه ۲۳ ته راکم شي.
د ټاکنو پایلې ښيي چې ښځې د امریکا په سیاسي مشرتابه کې د پخوا په پرتله د پام وړ حضور ترلاسه کړی؛ خو په کانګرس او نورو سیاسي بنسټونو کې د هغوی د استازیتوب د لا پراخېدو لپاره لا هم ډېرې هڅې ته اړتیا ده.