د روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیایي کارکوونکو د هڅو درناوی

ډاکتر حنیف‌الله حنیف، لومړنی ډاکتر دی چې په افغانستان کې د کروناویروس قرباني کیږي

د امریکا په نیویارک ایالت کې روغتیایي کارکوونکې کترنیا راموس د خپلې څلور کلنې ماشومې سره د مخه ښې په حال کې؛ د امریکا په نیویارک ایالت کې د کروناویروس په وجه تر ټولو زیات کسان مړه شوي.

د ایټالیا د کریمونا روغتون یوه ستړې او ستومانه نرسه. دغه ښار د ایټالیا د نورو ښارونو په څیر د کروناویروس زیاتې پیښې لري.
 

افغان روغتیایي کارکوونکي د سمنګان ولایت په لور په غزیدلې لوی لارې په کووید۱۹ باندې د اخته کسانو لټه کوي

ایټالوي ډاکتران په کروناویروس اخته کسانو ته د طبي لوازمو ارزونه کوي. ایټالیا په نړۍ کې د کروناویروس تر تر ټولو زیات تلفات لري.

د چین د ووهان ښار روغتون. د کروناویروس له دې ښار نه ټولې نړۍ ته خپور شو

ایراني ډاکتران پّ کروناویروس اخته ناروغ معاینه کوي. ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی دی

په ایټالیا کې د برګامو روغتون؛ د برګامو ښار په ایټالیا کې د کروناویروس مرکز دی

فرانسوي ډاکتران په کرونا باندې د یو اخته ناروغ د ژغورنې هڅه کوي

په فرانسه کې هم روغتیایي کارکوونکي د کروناویروس د پیښو د زیاتیدو پر وجه سخت تر فشار لاندې دي

د امریکا په سیاتل ښار کې د هاربرویو د روغتیایي مرکز یوه نرسه د خپل همکار سره مرسته کوي چې طبي ماسک وتړي