جاپانۍ د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه شوه

کانه تاناکا ۱۱۶ کلنه ده

د نړۍ د ریکارډونو په کتاب، ګینس، کې د ۱۱۶ کلنې جاپانۍ نوم د نړۍ د تر ټولو ډېر عمر لرونکې ښځې په توګه ثبت شو.

د ګینس د نړیوالو ریکارډونو د کتاب استازو د شنبې په ورځ (مارچ ۹) د جاپان د فوکوکا د ښار د اوسېدونکې، "کانه تاناکا" نوم په فهرست کې ور اضافه کړ.

ګینس په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي چې مېرمن تاناکا د ۲۰۱۹ د جنورۍ په ۳۰، ۱۱۶ کلنه شوه او لا هم په ریاضي کې ښه مهارت لري.

وايي دا ښځه هر سهار په شپږو بجو پاڅېږي او د ریاضي تمرین کوي.

دا مېرمن څلور اولادونه لري او یو بل ماشوم یې هم د خپل زوی په څېر لوی کړی او پاللی دی. دا اوس د مسنو او ډېر عمر لرونکو انسانانو په پالنځای کې ژوند کوي او د سوابقو او اسنادو په اساس په ۱۹۰۳م کې زېږېدلې ده.

تر دې مخکې د نړۍ بله مسنه ښځه هم جاپانۍ وه چې تېرکال د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه. جاپان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې وګړي یې ډېر عمر کوي. په جاپان کې لا هم ۸۰ کلن انسانان د ټولنې نسبتآ فعال خلک بلل کیږي.

د ګینس د ریکارډونو استازي اوس د تر ټولو ډېر مسن او ډېر عمر لرونکي سړي لټون کوي. د نړۍ تر ټولو ډېر عمرلونکی سړی د ۲۰۱۹ د جنورۍ په میاشت کې مړ شو. هغه هم جاپانی و.