د پناهغوښتونکو نړیواله ورځ په انځورونو کې

ملګري ملتونه وايي تېرکال په هرې یوې دقیقې کې ۳۴۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. په دوی کې یې ۴۰.۸ میلیونه خلک په هغو هېوادونو کې بې ځایه شوي چې جنګونه په کې روان دي.

همدغه راز ۲۱.۳ میلیونه نور خلک مهاجر شوي دي او ۳.۲ میلیونه نورو خلکو بیا سیاسي پناوې غوښتې دي او تر یو میلیون زیات خلک اروپا ته تللي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو شمېر ۶۰ میلیونه ته رسېدلی و، چې له دویم نړیوال جنګ وروسته یو ریګارډ وبلل شو.

افغان چارواکي وايي روانو جګړو د افغانستان په ډیرو برخو کې په زرهاوو کورنۍ ځایه کړي دي.

د افغانستان د ګډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر، سید حسین عالمی بلخی، د پناهغوښتونکو په نړیواله ورځ په کابل کې و ویل، د کال په لومړنیو میاشتو کې لسهاو زره کورنۍ له خپل کور کلي بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د ګډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، اوس مهال په افغانستان کې ۱۵۰ زره ۶۱۲ کورنۍ چې ټول ۹۰۰ زره کسان کیږي بیځایه شوي دي او مرستو ته اړتیا لري.

په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر یو چارواکي عبدالعزیزاکرمي امریکاغږ اشنا ته وويل "په حدود د دوه لکو داخلي بېځایه شوي لرو، چې ښارونو ته راغلي چې د اوبو مشکل لري، د سرپنا مشکل لري او د کار مشکل لري."

په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر یو چارواکي وایی چې په جنوبي په ولایتونو کې ډېر بې ځایه شوې د هلمند دي، چې شمېر یې ۱۴۰ ته رسیږي، خو په نورو ولایتونو کې لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.