اېتېل کترهم چې د ګینس په نړیوالو ریکارډونو کې د نړۍ تر ټولو د زاړه ژوندۍ انسان په توګه پېژندل شوې، نن د جمعې په ورځ ۱۱۷ کلنه شوه.
کترهم چې د ۱۹۰۹ کال د اګست په ۲۱مه په برتانیا کې زېږېدلې، د برازیل د انا کاناباروی له مړینې وروسته چې په ۱۱۶ کلنۍ کې مړه شوه، د نړۍ د تر ټولو زاړه ژوند انسان لقب یې خپل کړ.
دې سل کلنې میرمنې مخکې اسوشیټیډ پریس ته ویلي وو چې د هغې په اند د هغې د اوږد عمر یو رازه له نورو سره د هغې ارامه او نرم چلند دی.
کترهم چې له دواړو نړیوالو جګړو څخه ژوندۍ پاتې شوې ده، په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۰۰ کلنۍ په عمر په کوویډ-۱۹ اخته شوه او د دې ناروغۍ څخه د ژغورل شویو زړو انسانانو څخه یوه وه.
خو د تر ټولو اوږد عمر لرونکي کس لقب لا هم د جیني کالمنټ په نوم ثبت دی. کالمنټ په ۱۹۹۷ کال کې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو په عمر مړه شوه.