یمني چارواکي وايي چې ګمان کېږي د امریکا د دوو بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ددغه هیواد په جنوب کې لږ تر لږه ۱۱ د القاعدې غړي وژل شوي وي. سیمه ایز چارواکي وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه یو کس یې چې د ماریب او شبوا د ولایتونو سرحد ته څیرمه وژل شوی دی د مصر تبعه وو.
واشنګټن تر اوسه پوري دا نه دي تایید کړي چې د نن ورځې د حملو تر شا یې لاس درلودی که نه؟
د فیبرورۍ د میاتشې راهیسي چې عابد ربوو منصور هادي د یمن ولسمشر شوی دی د یمن په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر شوي دي.
په یمن کې د القاعدې سره تړلې ډله چې په دغه هیواد کې فعالیت کوي یو خطرناکه ډله ګڼل کېږي.
دغه بریدونه یو اونۍ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا په هوايي بریدونکو کې د شبواه په ولایت کې د القاعدې لوړ پوړی مشر فهد القوسو ووژل شو.
په واشنګټن کې د یمن سفارت وايي چې قوسو په یمن کې تر ټولو خطرناکه ترهګر وو.