د اوکراین په کابینه کې د بدلون په وړاندې مظاهره

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۶مه سلګونه مظاهره کوونکي راټول شول او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د هغې پرېکړې پر ضد یې اعتراض وکړ چې له مخې یې د هېواد د دفاع وزیر میخایلو فېدوروف له دندې لیرې کړ.

زلنسکي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د فېدوروف او د اوکراین د پوځ د لوی درستیز اولیکساندر سیرسکي ترمنځ اختلافات د دې پرېکړې یو لامل و.

زلنسکي وویل: «په جګړه کې ولسمشر باید په دې ډول وضعیت کې د کوم لوري ملاتړ ونه کړي. زه ډېر هیله‌من وم چې یووالی رامنځته شي، خو دواړه لوري دې ته ونه رسېدل.»

فېدوروف د اوکراین د ډرون د پروګرام د پیاوړتیا او د روسي ځواکونو پر ضد د اوکراین د پوځ د وروستیو پرمختګونو د رامنځته کولو کې ستر رول لوبولی.

اوکراین په دې وروستیو کې د روسیې په خاوره کې ژور ډرون بریدونه کړي، چې د مسکو د سیمې د انرژۍ بنسټونه هم پکې په نښه شوي دي.

د زلنسکي له خوا د دفاع وزیر بدلول د حکومت د پراخو بدلونونو یوه برخه ده. ولسمشر ویلي چې دغه بدلونونه د حکومتي ادارو د «نوي کېدو» لپاره اړین دي.

د اوکراین پارلمان د پنجشنبې په ورځ په پراخ اکثریت سره د زلنسکي لخوا نومول شوی، سرهي کوریتسکي، تایید کړ چې د نوي صدراعظم په توګه یې معرفي کړی و.

کوریتسکي مخکې د اوکراین د دولتي انرژۍ شرکت مشري کوله. هغه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پوست کې لیکلي چې لومړیتوبونه یې د اوکراین د دفاعي صنعت د پراختیا چټکول، د راتلونکي ژمي لپاره د هېواد چمتو کول، او له نړیوالو شریکانو سره د همکاریو پیاوړتیا ده.