د بریتانیا پاچا د امریکا کانګرس ګډې غونډې ته وینا کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د بریتانیا پاچا، دریم چارلز هرکلی کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د بریتانیا پاچا، دریم چارلز هرکلی کوي، دا پداسې حال کې ده چې دواړه مشران هڅه کوي د پخوانیو متحدینو په توګه خپل منځي اړیکې لا پیاوړې کړي.

تمه ده چې دهرکلي له مراسمو وروسته چې پکې د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ او د بریتانیا ملکه کامیلا به هم پکې ګډون ولري، ولسمشر ټرمپ او پاچا چارلز په کاري دفتر کې دوه اړخیزې خبرې وکړي.

پاچا چارلز نن سهار د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي. دا به له ۱۹۹۱ کال وروسته لومړی ځل وي چې یو برتانوي پاچا د امریکا قانون جوړونکو ته وینا کوي، لدې وړاندې د هغه مور، دوهمه ملکه الیزابت، د امریکا کانګرس ته وینا کړې وه.

د دې سفر نه مخکې، د بر یتانیا باکینګهم ماڼۍ ویلي و چې پاچا به “د بریتانیا او امریکا ترمنځ تاریخي او معاصرې دوه اړخیزې اړیکې ولمانځي” او همداراز به له بریتانیا څخه د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې یادونه هم وکړي.

د ورځې په پای کې به پاچا چارلز بیرته سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي چیرې چې دولتي مېلمستیا په نظر کې نیول شوې ده.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او بریتانیا ترمنځ اړیکې په وروستیو کې له ځینو کړکېچونو حالاتو نه تیریږي.

تېره اوونۍ، ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې که بریتانیا د ټکنالوژۍ پر امریکایي شرکتونو د ډیجیټل خدماتو مالیه لرې نه کړي، نو پر بریتانیا به احتمالي تعرفې ولګوي.

همداراز، کله چې امریکایي ځواکونو پر ایران بریدونه کول، ټرمپ پر بریتانیا د نیوکې په ترڅ کې وویل چې بریتانیا “د ایران د مشرتابه د له منځه وړلو په عملیاتو کې برخه نه اخلي” او نه هم د ستراتیژیک هرمز تنګي د خوندي کولو لپاره کوم اقدام کوي.

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي چې هېواد یې په دې جګړه کې برخه نه لري او هغه د بریتانیا د خلکو د ګټو پر بنسټ عمل کوي. بریتانیا، فرانسه او نور اروپایي هېوادونه پدې اړه خبرې کړي چې د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د امنیت د تأمین لپاره څه ډول اقدامات ترسره کړي.