سپینه ماڼۍ د ارټیمس اا د ستورمزلو کوربنه وه

سپینه ماڼۍ د ارټیمس اا د ستورمزلو کوربنه وه

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د آرټیمس II فضانوردانو ته په خپل کاري دفتر کې هرکلی ووایه او د هغوی تاریخي ماموریت یې وستایه. ولسمشر ټرمپ د آرټیمس II څلور کسیزه عمله وستایله او ویې ویل چې دوی د ټولې نړۍ پام ځان ته رااړولی دی. هغه وویل، دا ماموریت او په بریالیتوب ځمکې ته راستنېدل د فضایي پلټنو د زړورتیا، مهارت او پیاوړي کار څرګندونه کوي.

ولسمشر ټرمپ وويل: “موږ داسې کسان لرو چې د ټولې نړۍ پام یې ځان ته رااړولی، نه یوازې زموږ د هېواد بلکې د ټولې نړۍ… دا ډول خلک دي چې زموږ هېواد ستر کوي.

دا مهمه لیدنه نږدې درې اوونۍ وروسته له هغې ترسره شوه چې امریکايي ستور مزلي رید وایزمن، ویکتور ګلاور، کریستینا کوچ، او کاناډايي ستورمزلی جیرمي هانسن د همدې میاشتې په پیل کې تاریخ جوړ کړ، له لس ورځني سفره بېرته راستانه شول.

داسې سفر چې پکې هغوی د سپوږمۍ شاوخوا تاو شول، خو پرې کښته نه شول. د ناسا اوږدمهاله پلان دا دی چې په سپوږمۍ کې یو دايمي اډه جوړه کړي، او هلته به د انسانانو ماموریتونه ترسره کېږي. د ناسا چارواکو وویل، آرټیمس II سپوږمۍ ته د امریکا د بېرته ستنېدو په لاره کې یو مهم ګام و.

په دې ماموریت کې د اوراین فضایي بېړۍ او د راکټ سیستمونه وازمویل شول، چې سپوږمۍ ته د تګ د راتلونکو ماموریتونو لپاره اړین دي. د ټیم سره مل د ناسا مشر جرد ایساقمن د راتلونکو پلانونو په هکله وویل:

"موږ اوس یو عملي او د ترسره کېدو وړ پلان لرو چې بېرته سپوږمۍ ته ولاړ شو، او موږ یو ځل بیا د سپوږمۍ لپاره د راکټونو د پرله‌پسې توغولو په بهیر کې داخل شوي یو.نو موږ همدا اوس آرټیمس ۲ د سپوږمۍ شاوخوا واستاوه. موږ پلان لرو چې آرټیمس ۳ په ۲۰۲۷ کال کې وتوغوو، او په ۲۰۲۸ کال کې به دوه فرصتونه ولرو چې فضانوردان بېرته د سپوږمۍ سطحې ته واستوو."

د ارتمس د عملې مشر ریید وایسمن په یو لنډ ویدیويي پیغام کې چې د سپینې ماڼۍ په رسمي یوتیوب کې خپور شوی، دا ماموریت حیرانونکی وباله او د خلکو د ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د دې سفر پر مهال، عملې هغه ریکارډ هم جوړ کړ چې تر دې مخکې هېڅ انسان دومره لرې فضا ته نه و تللی.

د آرټیمس پروګرام د ناسا د هغه پراخ هدف برخه ده، چې غواړي په سپوږمۍ کې د انسانانو اوږدمهاله حضور جوړ کړي او د فضا ژورو برخو ته د راتلونکو ماموریتونو لپاره چمتووالی ونیسي.