د لاس رسي وړ اتصالات

د ١٩٩١ پدې ورځ زرگونه بنگلدیشیان توپان ووژل


د ١٩٩١ پدې ورځ زرگونه بنگلدیشیان توپان ووژل
د ١٩٩١ پدې ورځ زرگونه بنگلدیشیان توپان ووژل
<!-- IMAGE -->

د کال ١٩٩١ د اپرېل پر نهه ویشتمه په بنگله دېش کی یوه تباه کونکي برساتی توپان ١٣٥ زره تنه ووژل.

که څه هم چی حکومت د راتلونکي توپان په باره کی خلکو ته ډېر مخکی خبرداری ورکړی وو او د کال ١٩٧٠ د مرگاني توپان څخه وروسته د مصیبت ځبلو لپاره سرپناه وې جوړې سوې وې، خو دا توپان د شلمی پېړۍ یو له تر ټولو مرگانیو توپانو څخه وو او ډېر زیات شمېر کسان یې ووژل.

ددغه برساتی توپان نوم دوه بی ایښودل سوی او د شمال د لوری د بنگال خلیج ته ورغی. دغه توپان د اپرېل پر نهه ویشتمه د بنگله دېش جنوب ختیځه سیمه ووهله.

د هند جنوب ختیځه سیمه یو دلتا ده چی د گنگا سیند او نور رودونه د هند سمندر ته تویېږی. دغه دلتا معمولا توپانی کېږی او دغه راز د ډېرو زیاتو برساتی توپانونو لار ورباندی سپره ده .

سره له هغه چی دا یوه خطرناکه علاقه ده ، خو غریب خلک ځکه هلته ژوند کوی چی خاوره یې ډېره حاصلخېزه ده.

په زرهاو نور کسان ددغو برساتی توپانونو په لاره کی د بنگله دېش په جنوب ختیځو ټاپوگانو کی ژوند کوی.

په کال ١٩٧٠ کی تقریبا نیم میلیون کسان په یوه زورور توپان کی له منځه ولاړل او د هغی سیمی خلکو په نتیجه کی د توپان په مقابل کی سرپناه وی جوړی کړې.

خو د کال ١٩٩١ د توپان څخه مخکی کافی خلکو ددغو ځایونو څخه گټه وانه خیستله او د خپلو خاشو او خټو په کوډلو کی د توپان په انتظار کښېنستل.

نو کله چی توپان را ورسېدی او په ساعت کی ١٥٠ میله چټک بادونه ورسره ملگري وه او په ټوله سیمه کی یې اوبه نر څلوېښت فوټه پوری لوړي کړې نو ځینی ټاپوگان خو ټول اوبو ونیول. په زرهاو کسان د اوبو څپو سمندر ته یوړل او هلته ډوب سول.

ددې توپان د قربانیانو مړي څو هفتې وروسته له اوبو څخه را وایستل سول. اټکل کېږی چی ددې توپان په نتیجه کی له ١٣٥ څخه تر ١۴٥ زرو کسانو پوری ووژل سول.

یونیم میلیون کورونه تباه سول، او یو میلیونه څاروي له منځه ولاړل.

څرنگه چی ددې توپان په اثر ډېر زیات حاصلات له منځه تللي وه نو په سیمه کی ډېره سخته قحطی ورپسی راغله. د شلمی پېړۍ د نهو تر ټولو سختو برساتی توپانونو څخه اوه یې په بنگله دېش کی راغلي دی.

د خبرداري او د توپان په مقابل کی د سرپناه د جوړولو سسټم د هغه وخته راهیسی ډېر بهتر سوی دی او د کال ١٩٩٧ د برساتی توپان په نتیجه کی نسبتا لږکسان تلف سول.

XS
SM
MD
LG