د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دری ورځنی نندارتون پيل شو


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو معرفي کولو په هدف د «عالي دي افغاني دي» په نوم دری ورځنی نندارتون پیل شو.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي، هڅه کوي د ورته پروګرامونو په تر سره کېدو سره د هیواد داخلي تولیدات، د ښځو لاسي صنایع او سیمه ییز خواړه خلکو ته معرفي کړي.

دغه نندارتون د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) پيل شو او مسؤلینو په وینا ټاکل شوې دری ورځې دوام وکري. د نندارتون مسولین وايي، د دغه نندارتون د نژدې ۱۰۰ غرفو له جملې څخه ۳۰ غرفې د ښځو لاسي صنایعو او د افغانستان سیمه ییزو خوړو ته ځانګړي شوي دي.

د یاد نندارتون یو مسؤل محمد منیر خبریالانو ته وویل: "په دغه ځای کې د څه باندې اوو ولایتونو سکتورنو ګډون کړی دی، په دغه ځای کې ۳۰ مېرمنو هم ګډون کړی دی."

په بلخ ولایت کې یو شمېر متشبثې مېرمنې لاسي صنایعو ته د بازار پیدا کولو په هدف د ورته نندارتونونو پرانستل اړین ګڼي، خو په ورته پروګرامونو کې د ښځو د ونډې پر زیاتېدو ټینګار کوي.

د عذرا امیني په نوم ددغه نندارتون یوې ګډونوالې وویل: "د دغه نندارتونونو تر سره کېدل بسنه نه کوي، باید په نورو ولایتونو او له هیواد څخه بهر هم داخلي او بهرني نندارتونونه تر سره شي."

د اغلي امیني په باور د ورته نندارتونونو زیاتوالی او پکې د سوداګرو ښځو پراخه ونډه به د کورنیو تولیدي کارخانو او محصولاتو ته د بازار پیدا کولو سبب شي.

د مسؤلینو په وینا له دغه نندارتون څخه د بلخ ولایت ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکو هم لیدنه کړې. د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې دوی کولای شي په ورته نندارتونونو کې داخلي تولیدات وپيژني.

د اسلم په نوم د دغه نندارتون یو ګډونوال وویل: "نندارتونونه زموږ په داخلي تولیداتو کې مهم رول لري پدې خاطر چې زموږ خلک یې دلته ویني."

په بلخ کې متشبثې مېرمنې پر داسې مهال په ورته نندارتونونو کې د ښځو پر پراخې ونډې ټینګار کوي چې ویل کیږي پدې وروستیو کې په ورته نندارتونونو کې د ښځو ونډه کمرنګه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې د افغانستان د زراعت پیشه ښځو ټولنې مشرې ممتاز یوسفزي امریکا غږ ته ویلي و چې د طالبانو د حکومت محدودیتونو د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG