د لاس رسي وړ اتصالات

لوېدیځو هېوادونو ته تلوونکي بې سرنوښته افغان کډوال


په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

په پاکستان کې میشت هغه زرګونه افغان کډوال چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا-میشتولو پروګرام برخه دي، وايي، دوه نیم کاله کېږي چې د تلو په تمه دي خو اوس دې ځای ته راغلي چې د خوړو پیسې هم نه لري.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د طالبانو له واکمنېدو وروسته په زرګونه هغه افغان وګړي پاکستان ته کډه شول چې په خپل هیواد کې يې له امریکايي یا نورو ایتلافي ځواکونو سره کارونه کول.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې میشت افغان کډوال دا مهال د انتظار سختې شپې سبا کوي او په دې تمه دي چې کله به د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه مثبت ځواب ورکوي.

د کابل اوسیدونکی شعیب جان چې له خپلې کورنۍ سره دا مهال اسلام اباد کې ژوند کوي، امریکا غږ ته وویل، په کابل کې یې له امریکایي ځواکونو سره دنده ترسره کوله، خو اوس د خرڅ پېسې ورسره ختمې شوې دي، بچیان يې ښوونځیو ته نه ځي، بهر چې د کار لپاره ځي نو پولیس يې ځوروي.

د نوموړي په وینا ټوله کورنۍ په رواني نارغۍ اخته شوې، او دومره تنګ دی چې ان له ژونده بې زاره شوي دي، ځکه چې راتلونکې یې ناڅرګند دی.

د شعیب جان په خبره، یوازې دی نه دی بلکې د ده غوندې ګڼ افغان کډوال له دې حال سره مخامخ دي. دی زیاتوي چې یو خوا ناروغیو نیولي دي، بل خوا ورسره پېسې هم نشته او هېڅ نه پوهېږي چې څه وکړي.

د یوې بلې افغان کډوالې حبیبه واحدي وینا وه چې له ژونده تنګه شوې ده. هغې امریکا غږ ته وویل، د اولادونو تعلیمونه یې اغېزمن شوي دي، خپله د ذهني فشار له ناروغۍ سره مخامخ ده. د نوموړي په وینا د دارو درملو پیسې نه لري، بل دا چې په پاکستان کې یې پولیس په یوه نه بله پلمه ځوروي.

په مردان کې د روانې ناروغیو ډاکټر محمد عباس د امریکا غږ ته وویل چې دا خلک له خپلو کورونو او هیواده لیرې شوي دي او د دوی راتلونکې هېڅ معلوم نه دی، دوی په یوه تیاره کې پراته دي او بیا له څو میاشتو راهیسې په یوه یا دوو کوټو کې ژوند کوي نو دا حالات رواني ناروغۍ زېږوي او دا ناروغان بیا کله کله په چغو چغو ژاړي او د ځان وژنې کوشش هم کوي او داسې هم کېږي چې زړه يې تنګ وي، د خلکو خبرې بدې پر لګېږي نو دا حالات د دې افغان کډوالو په قابو کې نه دي. داسې حالات چې په هر چا راشي هغوی به له دې ناروغیو سره مخامخېږي.

د ډاکټر محمد عباس په وینا دغه کډوال به تر هغو په فشار کې وي چې تر څو یې د راتلونکې په باب یوه پرېکړه نه وي شوي او دوی خپل ځای ته رسول شوي نه وي.

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې میشت د افغانستان تابیعت کارت لرونکو کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونو وار له مخه پر پاکستان غږ کړی که افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شول، نو ژوند یې په ځانګړې توګه د نجونو ژوند یې له خطر سره مخامخېدلای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG