د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان میشتي افغان کډوال وايي، د دوی لپاره دې یوه مستقله کړنلاره وټاکل شي


که څه هم د اپرېل پر ۲۶ مه نېټه د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۴ کال تر جون میاشتې د افغان کډوالو د پي او ار کارتونو موده غځولې ده خو له دې وروستي اعلان سره سره د کډوالو اندېښنې لاهم پر ځای دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې میشت پخواني کډوال او په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو پس ورغلي کډوال وايي، چې د کارتونو او ویزو د مودې غځولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی. دوی غوښتنه کوي چې افغان کډوالو ته دې داسې ځانګړي کارتونه ورکړل شي چې افغانستان او پاکستان ته بې له بندېزونو تګ راتګ کولای شي.

په پېښور کې میشته جميله هم له دې کډوالو څخه ده چې د طالبانو واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډواله شوې، له امريکا غږ سره یې خبرو کې وويل، ”شپې او ورځې مو په ډار تېريږي چې اوس به بيا افغانستان ته ستنيږو چېرته چې ښځې ته د يوه بندي او يا حيوان په نظر کتل کيږي“.

جميله په پاکستان کې د کډوالو په ستونزو وغږېده چې، دلته ورته د دندو نشتوالي او زده کړو ته د دوام ستونزه ده خو د ژوند ژغورلو لپاره یې له مجبورۍ هېواد پرېښی دی.

د ويزو اخيستلو ستونزه

ګڼ شمیر افغانان د هېواد څخه د ويزو د لوړ لګښت له امله په قانوني توګه نشي راتلای او هغه افغانان چې د ويزو سره راغلي هغوي نشي کولی ویزې تمديد کړي.

خاطره هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کډواله شوې، او دا مهال په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره اوسيږي، له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، ”د پاکستان حکومت خو په افغانستان کې د روانو حالاتو خبر دی له دې چې موږ ته ملاتړ راکړي برعکس د ويستلو امر کوي. “

خاطره وايي، د هېواد څخه د وتلو په وخت يې د زده کړو، کاري او نور مهم ټول اسناد هېواد پريښي چې د اسنادو د نشتوالي له کبله خپلو زده کړو ته دوام نشي ورکولی او نه هم کار کولی شي. له ذهني فشار سره سره د خاطرې کورنۍ تر اقتصادي فشار لاندې هم ده ځکه چې دا د کور سرپرسته ده او اوس په کور ناسته ده.

هغه زياتوي چې، د کور مالک ورته هره ورځ له کوره د وتلو اخطار ورکوي او دا ورته لا ډېره ستونزمنه ده چې بل څوک به ورته د کرايه لپاره کور ورکړي او که نه.

بلخوا د بلوچستان په بېلابېلو کیمپونو کې میشت افغان کډوال وايي، دوی ته دې داسې ځانګړي کارتونه ورکړل شي چې افغانستان او پاکستان ته بې له بندېزونو تګ راتګ کولای شي.

د دوی په وینا ډېری هغه افغان کډوال چې پروسږ کال او ځینې یې سږ کال د پاکستان دولت وایستل، هغوی له افغانستانه بیرته راغلل، د دوی په وینا د هغوی ژوند له ستونزو ډک دی، او نه يې روزګار شته.

افغان کډوال زیاتوي که د پاکستان دولت دوی ایستل غواړي نو درې څلور کاله وخت دې ورکړي او ښه په حیا او عزت دې افغانستان ته ستانه کړل شي او پاکستان، یو اېن اېچ سي ار او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې سره کېني او د دوی په باب دې یوه مستقله کړنلاره وټاکي، او خپل هېواد کې دې ورته د روزګار زمینه برابره کړي او کورونه دې ورته جوړکړي.

د پشین د سورخاب کېمپ کې یو افغان کډوال محمد سیدولي امریکا غږ ته وویل،”پاکستان کې لکونو افغانان مېشت دي او د دوی ایستل باید د انسانیت له لارې وشي او پولیس يې نور باید د کورونو د باندې و نه ځوروي او نه دې يې په بازارونو کې د خلکو په مخکي بې عزته کوي. “

محمد سید ولي زیاتوي د پاکستان حکومت دې دوی ته درې څلور کاله وخت ورکړي چې دوی په عزت سره خپل هېواد ته ولاړ شي.

نوموړی زیاتوي،”لوڼې مو دلته سبقونه وايي، څوک په لسم ټولګي کې دي څوک په اتم کې دي، په افغانستان کې طالبان نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي نو موږ دغه غم خورو چې راتلونکی به مو څه رنګ وي، موږ انسانان یو پکار ده چې له موږ سره د انسانانو چلند وکړل شي. “

د کلا سېف الله کېمپ کډوال زرین جان اغا چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې هلته استوګن دی، امریکا غږ ته وویل،”زموږ لپاره دې داسې تګلاره جوړه کړل شي چې په پاکستان کې میشته د ټولو افغان لپاره پرې عمل کول اسان وي نو بیا چې کوم هم حکومت راځي چې دغه تګلاره د هغه حکومت په وجه نه بدلېږي. “

د کوټې ډپټي کمېشنر سعد بن اسد امریکا غږ ته وویل، د پاکستان وفاقي حکومت په امر یې د هغه ټولو افغان کډوالو نوملیکنه بشپړه کړې ده، چې اې سي سي او پي او ار کارتونه لري، د هغوی کورونه او استوګنځي یې مالوم کړي دي او دا هم ورته مالوم شوي چې کوم افغان کډوال تګ غواړي او کوم هغه یې نه غواړي. او د دوی ټول مالومات یې د پاکستان پېژندپاڼې قامي ادارې نادرا سره هم خوندي کړي دي.

افغان کډوال وايي، چې د اسنادو د نيشتوالي له کبله اکثره په پاکستان کې د پوليسو د ځورولو له وېرې پټ ژوند کوي او بيا هم چې څوک اسناد هم لري اکثریت د پولیسو لخوا ځورول کيږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG