د لاس رسي وړ اتصالات

۱۴۰۰ کال کې به شاوخوا ۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې ووېشل شي ـ رسولي


تر دامهاله ۱،۷ میلیونه الکترونیکي تذکرې طی مراحل شوي
تر دامهاله ۱،۷ میلیونه الکترونیکي تذکرې طی مراحل شوي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي وايي، د راتلونکې۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به شاوخوا ۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې ووېشل شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې ویلي چې تر دامهاله ۱،۷ میلیونه الکترونیکي تذکرې طی مراحل شوي چې په وینا یې د تېرو کلونو په نسبت څو برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.

ښاغلي رسولي همدرانګه ویلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه او ایران هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش ۷۰ دایمي څانګې جوړې کړي چې په خبره یې ډېر ژر به د دې څانګو شمېر نور هم ډېر او یو شمېر نورو هېوادونو ته به هم وغځېږي.

هغه زیاته کړې: "د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په ورځني ډول د ۱۶ زرو الکترونیکي تذکرو د طی مراحل ظرفیت لري، چې ډېر ژر به دا ظرفیت لوړ او د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به شاوخوا ۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې هېوادوالو ته ووېشل شي"

نوموړي زیاته کړې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سروې ګانو د ترسره کولو په برخه کې هم بنسټیز بدلونونه راوستي او اوس ټولې سروې ګانې له ټکنالوژۍ څخه په ګټنې ترسره کېږي.

هغه ویلي چې سږ کال ترسره شوې د کورنیو د عاېد او لګښت او کاري ځواک سروې ګانې یې مهمې بېلګې دي.

XS
SM
MD
LG