د لاس رسي وړ اتصالات

د علي وزیر محاکمه د قاضي د غیر حاضرۍ له کبله وځنډیده


د پښتون تحفظ تحریک او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزیر محاکمه چې د بنو په یوې محکمې کې ترسره کیده، د قاضي د غیر حاضرۍ له کبله وځنډول شوه.

ښاغلی علي وزیر به د جون په ٢٠ نیټه محکمې ته یو ځلې بیول کیږي چې هغه په ځان د لگیدلي تورونو نه خپله دفاع وکړي.

د پیښور د وکیلانو د ټولنې د مشر لطیف افریدي په مشرۍ کې د وکیلانو یوې ډلې د بنو په محکمې کې د علي وزیر او د محسن داوړ د ازادیدو لپاره خواست کړیدی چې د یکشنبې په ورځ به قاضي دغه قضیه اوریده.

د یکشنبې په ورځ علي وزیر د بنو محکمې ته بیول شوی و خو قاضي د دغه قضیې اوریدو ته حاضر نه شو چې له کبله یې قضیه د جون د شلمې نیټې پورې وځنډیده

د پښتون تحریک هغه غړي چې محاکمه یې روانه ده، اکثر دا گیله کوي چې قضیې یې ځنډول کیږي. د تحریک یوې غړي گلالۍ اسماعیل د خپلې قضیې د ځنډیدو په اړه هم دغه تورونه لگولي و.

له بلې خوا د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک ډیوه راډیو ته ویلي دي چې د علي وزیر او محسن داوړ سره په بند کې ناسم چلند کیږي او هغوي ته اسانتیاوي نه دي برابر شوي.

د یادونې وړ ده چې د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی ویلي و چې د علي وزیر او محسن داوړ سره د پاکستان د قوانینو سره سم چلند کیږي او بندیانو ته چې کومې اسانتیاوي ورکوي، هغه یې ورته برابر کړیدي.

XS
SM
MD
LG