د لاس رسي وړ اتصالات

چین په امریکا کې پر ټیک ټاک ممکنه بندیز 'د غله منطق' بللی


د ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ کرکېچ زیات شوی چې د ټیک ټاک اپلیکشن هم پکې شامل دی. 
د ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ کرکېچ زیات شوی چې د ټیک ټاک اپلیکشن هم پکې شامل دی. 

چین د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د امریکا د استازو په جرګه کې د هغې قانوني لایحې منظورېدل وغندل چې له مخې یې له ټیک ټاک څخه غوښتل شوي چې له خپل چینايي مالک څخه ځان جلا کړي که نه په امریکا کې به بندیز ورباندې ولګیږي.

د چین مقاماتو پر واشنګټن انتقاد کړی چې په دې کار سره د "غلو" ذهنیت تعقیبوي او خبرداری یې ورکړی چې په بهر کې د خپلو شرکتونو د ګټو خوندي کولو دپاره به "ټول لازم ګامونه پورته کړي."

د چین د "بایټ ډانس" شرکت د نړیوال شهرت لرونکي لنډو ویډیوګانو دې اپلیکشن د لویدیځ هېوادونه اندېښمن کړي دي. پر ټیک ټاک تور دی چې د بیجینګ د کمونست ګوند له خوا په نړۍ کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو دپاره کارول کیږي.

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ په غوڅ اکثریت یو لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د ټیک ټاک اپلیکشن باید له خپل چینایي مالک څخه جلا شي او که نه په متحده ایالاتو کې به یې کارول منع شي.

په قانون د بدلېدلو دپاره دغه لایحه د امریکا په سنا کې منظورېدلو ته اړتیا لري، او تمه کیږي چې یو شمېر امریکايي سناتوران به یې وننګوي.

د بېجينګ د سوداګرۍ وزارت وياند هو يادونګ د پنجشنبې په ماسپښين په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا بايد د ازاد بازار اقتصاد او عادلانه سيالۍ اصولو ته درناوی وکړي او په ناحقه پر بهرنيو شرکتونو د فشار اچولو څخه لاس واخلي.

هغه زیاته کړه، چې واشنګټن باید "په متحده ایالاتو کې د بهرنیو شرکتونو د فعالیت دپاره خلاص، عادلانه او له تبعیض څخه پاک چاپیریال برابر کړي."

هغه وويل، چين به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره ټول ضروري تدابير ونيسي.

'د غله منطق'

د پنجشنبې په ورځ په یو جلا مطبوعاتي کنفرانس کې، د بیجینګ د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وویل چې د امریکا د استازو د جرګې پرېکړه "د عادلانه سیالۍ او نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو اصولو سره مخالفه ده".

وانګ وویل: "که چیرې د ملي امنیت تش په نامه دلایل د نورو هیوادونو په غوره شرکتونو باندې د فشار لپاره وکارول شي، نو پدې صورت کې هیڅ عدالت شتون نلري. کله چې یو څوک یو ښه شی وګوري چې بل څوک یې لري او هڅه کوي د ځان لپاره یې واخلي، دا په بشپړه توګه د یو غله منطق دی."

د رایې اچونې دمخه، بیجینګ خبرداری ورکړی و چې پر ټیک ټاک د بندیز غبرګون به "په حتمي توګه متحده ایالاتو ته زیان ورسوي ".

د استازو په جرګه کې د امریکا د دواړو ګوندونو په یو بې ساري یووالي سره پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز لایحه په ۳۵۲ مثبتو او ۶۵ مخالفو رایو تصویب شوه.

دغې لایحې ته د "له بهرنیو دښمنو اپلیکشنونو څخه د امریکایانو د ژغورنې" نوم ورکړل شوی او سپینې ماڼۍ ویلي چې د توشیح د پاره د وړاندې کېدو په صورت کې به یې ولسمشر جو بایډن لاسلیک کړي.

خو د امریکا د سنا یو شمېر غړي پر ټیک ټاک، چې په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، د بندیز لګولو په اړه محتاط بلل کیږي.

ټیک ټاک په دوامداره توګه دا ادعا رد کړې ده چې د چین د کمونست ګوند تر کنټرول لاندې فعالیت کوي.

د ټیک ټاک اجرائیوي رئیس او شو زی چیو ددې اپلیکشن له کاروونکو څخه وغوښتل چې د استازو د جرګې د رایې پر ضد غږ پورته کړي. د ټیک ټاک یو شمېر مشهورو کاروونکو فرانس پرس ته ویلي چې پر دغه اپلیکشن له بندیز سره مخالف دي.

د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ

د ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ کرکېچ زیات شوی چې د ټیک ټاک اپلیکشن هم پکې شامل دی.

واشنګټن په متحده ایالاتو کې د ځینو چینایي شرکتونو د فعالیتونو محدودولو او چین ته د ټکنالوژۍ د ځینو توکو د صادرولو د مخنیوي د اړتیا لامل د ملي امنیت اندیښنې بللي دي.

خو بیجینګ په مکرر ډول پر دا ډول اقداماتو انتقاد کړی او دا یې د چین د پرمختګ د "مخنیوي" هڅې ګڼلې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دې میاشت کې وویل چې د واشنګټن له خوا "په بیلا بیلو پلمو د تورونو لګول اوج ته رسېدلي دي."

وانګ په بیجینګ کې د کلنۍ سیاسي غونډې په جریان کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: "د چین د فشار لپاره کارول شوي میتودونه په دوامداره توګه نوي کیږي، او د یو اړخیز بندیزونو لیست په دوامداره توګه غځول کیږي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG