د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران د نویو بندیزونو غوښتنه؛ د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیران ایټالیا کې ټول شوي


د جي-۷ هېوادونو بیرغونه
د جي-۷ هېوادونو بیرغونه

د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (حمل۲۹) د ایټالیا د کاپري په ټاپو کې په ایران باندې د اسرائيل د غچ اخیستونکو بریدونو د امکاناتو تر سیوري لاندې خپله درې ورځنۍ غونډه پیل کړه.

متحده ایالتونه، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، جرمني، کاناډا او جاپان د جي-۷ هېوادونو غړي دي چې قوي اقتصاد لرونکي بلل کېږي.

د اسرائيل او ایران ترمنځ شخړه او د غزې او اوکراین جګړې به د دغو وزیرانو خبرو د اجنډا مهمې برخې وي.

ایران څو ورځې مخکې په اسرائیل باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل، تهران وايي دا بریدونه یې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیل د هوايي برید په ځواب کې کړي دي.

په هغه برید کې د ایران د سپاه پاسدران د دوو جنرالانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، اسرائيلي مقامات وايي چې په برید کې «ترهګر وژل» شوي دي.

متحده ایالتونه کار کوي چې ایران ته «هر اړخیز ځواب» ورکړي. بریتانیا له اسرائيل څخه غوښتي چې له ایران سره د شخړې له زیاتولو څخه ډډه وکړي.

ایټالیا، چې د جي-۷ دوره يي مشري کوي، په غزې کې په اوربند او په منځني ختیځ کې د شخړې په کمولو ټېنګار کوي. خو ښکاري چې اسرائیل به له ایران څخه د دغو بریدونو غچ اخلي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل: «نړیوالو شخړو ته په کتو، دا د ایټالیا په مشرۍ د جي-۷ دنده ده چې سولې ته کار وکړي.»

د جي-۷ هېوادونو په اسرائیل باندې د ایران له بریدونو وروسته له اسرائيل سره د مرستو ژمنه وکړه. اسرائيل د ایران د میزایلو په پروګرام باندې د نړیوال بندیز غوښتنه کړې ده.

متحدو ایالتونو تېره ورځ وویل چې پلان لري په روانو څو ورځو کې د ایران د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو په پروګرام باندې نوي بندیزونه ولګوي او له خپلو ایتلافیانو یې هیله کړې ده چې همداسې کار وکړي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تاجاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې هر نوی بندیز به په افرادو متمرکز وي.

د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د نړۍ او سیمې په ځینو نورو مسائیلو هم خبرې او بحثونه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG