د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې د اسرائیل د بمبارۍ هم مهاله د اوربند لپاره مذاکرات پیل شوي


ځینې بې ځایه شوي فلسطیني کورنۍ د جګړې له ویرې له جنوبي رفح ښار څخه مرکزي غزې ته کډه شوي.
ځینې بې ځایه شوي فلسطیني کورنۍ د جګړې له ویرې له جنوبي رفح ښار څخه مرکزي غزې ته کډه شوي.

د غزې ګڼ میشتي ښار رفح ته د اسرائیلي ځواکونو له ننوتلو او پر ښار باندې له درنو بمباریو وروسته، د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) د مصر په پایتخت قاهره کې د ممکنه اوربند لپاره مذاکرات له سره پیل شول.

د نړیوالو له نیوکو سره سره، اسرائیل د سه شنبې په ورځ رفح ته ټانکونه واستول او مصر ته څېرمه ددغه ښار سرحدي سیمه یې ونیوله چې غزې ته د مرستو رسولو اصلي لار ده.

سپینې ماڼۍ د بشري مرستو په رسولو کې د خنډ ایجادول غندلي او د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې واشنګټن تیره اونۍ اسرائیل ته د وسلو د یوې جوپې لیږد وروسته له هغه ودراوه چې اسرائیلي حکومت پر رفح باندې د خپل پلان شوي برید په اړه د متحده ایالاتو اندیښنو ته په رسیدو کې پاتې راغی.

د اسرائیل پوځ وویل چې څو ساعته وروسته یې غزې ته د مرستې یوه بله لویه لار "کرم شالوم" او همدارنګه د "ایریز" بندر پرانیست.

خو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې د کریم شالوم لاره، چې د یکشنبې په ورځ په یو راکټي برید کې د څلورو اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته تړل شوې وه، لا تراوسه تړلې پاتې ده.

تیره شپه په غزه کې د اسرائیل د درنو هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی. فرانس پرس اژانس ته په رسېدلیو ویډیوګانو کې، په رفح کې ځايي اوسېدونکي لیدل کیږي چې د شپې په تیاره کې له نړېدلیو ودانیو څخه مړي راکاږي او د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.

د غزې ښار د الاحلي روغتون ویلي، پر یو اپارتمان باندې په برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اوربند لپاره مذاکرات

مصري رسنیو راپور ورکړی چې د اوربند په اړه مذاکرات د چهارشنبې په ورځ ددغه هېواد په پایتخت قاهره کې "د ټولو خواوو په شتون کې" بیا پیل شول.

د حماس یو جګپوړي چارواکي ویلي، د خبرو دا پړاو به "پریکنده" وي. هغه د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "مقاومت د خپلو خلکو پر حقه غوښتنو ټینګار کوي او زموږ د خلکو له حقونو څخه به هېڅکله لاس وانخلي."

دغه چارواکي مخکې خبرداری ورکړی و چې دا به اسرائیل ته د حماس په ولکه کې د لسګونو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره "وروستی چانس" وي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو له یو بې ساري برید وروسته پیل شوه چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

ګمان کیږي چې له سلو زیات یرغمل تراوسه په غزه کې له حماس سره پاتې دي.

د نومبر په میاشت کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې، د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو فلسطینیانو د ازادېدو په بدل کې ۱۰۵ یرغمل کسان خوشې شول. له هغه راهیسې، د دواړو خواوو ترمنځ د بل اوربند لپاره مذاکرات نتیجې ته ندي رسېدلي.

قطر، چې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب کوي، د "رفح د اشغال او د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د بیړني نړیوال اقدام" غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG