د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د فلسطین غړیتوب؛ د امنیت شورا غړي اجماع ته ونه رسېدل


فلسطین غواړي د ملګرو ملتونو غړی شي
فلسطین غواړي د ملګرو ملتونو غړی شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د اپریل په ۱۱ (حمل۲۳) په دغه سازمان کې د فلسطین د غړیتوب په مسئلې باندې اجماع ته ونه رسېدل.

په ملګرو ملتونو کې د مالتا سفیرې ونیسا فریزر وویل چې د امنیت شورا غړو د بندو دروازو تر شا په یوې غونډې کې د فلسطین د غړیتوب په اړه اجماع ونه کړه. سفیرې وویل چې بیا هم د امنیت شورا دوه په درېیمه برخه غړي په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب ملاتړي دي،‌ خو ویې نه ویل چې دا کوم هېوادونه دي.

هغه کمېټه چې په دې برخه کې کار کوي، د غړو د رایو په اکثریت سره کولای شي دا بهیر مخې ته یوسي، خو که د امنیت شورا ټول غړي موافق وي، هر یو یې کولای شي په دې اړه د پرېکړه لیک وړاندیز وکړي.

د دپلوماتیکو سرچېنو د معلوماتو په اساس، ممکن په دې اړه د اپریل په ۱۸مه نېټه رایه اچوونه وشي او الجزایر به د دغه پرېکړه لیک مسوده پېشنهاد کوي.

فلسطین باید د امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې څخه نهه مثبتې رایې ترلاسه کړي چې غړی شي، خو ناظران وايي چې امریکا به دا وړاندیز ویتو کړي.
فلسطین له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا د ملګرو ملتونو ناظر غړی دی او له کلونو راهېسې هڅه کوي چې غړیتوب ترلاسه کړي، په دغه سازمان کې غړیتوب به فلسطین سره مرسته وکړي‌ چې د یو مستقل دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هر هېواد چې د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه کوي، باید تر هر څه مخکې د امنیت شورا او بیا د عمومي مجمع منظوري ترلاسه کړي.

فلسطینیانو په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د غړیتوب غوښتنه وکړه او د غزې له روانې جګړې وروسته یې بیا دا غوښتنه تازه کړه، د امنیت شورا د دغې غوښتنې د رسمي کتنې بهیر پیل کړی دی.

واشنګټن وايي چې ملګري ملتونه د فلسطین د دغې غوښتنې په اړه د بحث ځای نه دی او باید په دې مسئلې باندې د اسرائیل سره د خبرو په مهال بحث وشي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو استازي ریاض منصور وویل: «موږ یوازې د ملتونو په ټولنې کې خپل غوره ځای غواړو.»

د امریکا د قانون په اساس، واشنګټن باید د هغو ټولو ادارو سره مرستې بندې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو لپاره غړیتوب غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG