د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اختر په ورځو کې د امنیت ساتلو لپاره څه باندې ۱۰۰ زره ځواکونه ګمارلي دي


پاکستان کې د اختر په ورځو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
پاکستان کې د اختر په ورځو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

په پاکستان کې چارواکو سه شنبه اپریل نهمه ( وري ۲۱) ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې په جوماتونو او بازارونو کې یې د امنیت ساتلو لپاره تر ۱۰۰ زرو ډیر پولیس او نیمه پوځي ځواکونه ګمارلي دي.

په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ چارشنبه ده او درې ورځې به رخصتي وي.

سره لدې چې په پاکستان کې په اخترونو کې ډیرې لږې حملې کیږي خو د هیواد استخباراتي ادارو د کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی چې وسله والې ډلې ښایي د کوچني اختر په ورځو کې په ملکیانو، حکومتي او نظامي ودانیو او هغو سیمو باندې بریدونه وکړي چې پولیس پکې اوسیږي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په هغو سیمو کې یې هم امنیتي تدابیر ډیر کړي چې ټاکل شوې د دې هیواد جګپوړي چارواکي پکې د اختر لمونځ وکړي.

تر اوسه نده معلومه چې د پاکستان حکومت دومره ډیر شمیر امنیتي ځواکونه په احتیاطي توګه د امنیت لپاره ګماري او که په ریښتیا هم وسله والو پدې ورځو کې د بریدونو څرک ورکړی.

خو په اسلام آباد کې د شخړې او امنیتي مطالعاتو په مرکز کې د دفاعي چارو کارپوه عبدالله خان ویلي چې تر اوسه دې ادارې ته د وسله والو احتمالي بریدونو په هکله معلومات په لاس ندي ورغلي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دا وسله وال ښایي د جوماتونو په ګډون ځیني ځایونه چې په آسانۍ برید کیدی شي، په نښه کړي.

د پنجاب پولیسو ویلي چې پدې ولایت کې څه باندې ۵۲ زره پولیس د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي او د یو امنیتي پلان له مخې چې د دې ولایت امنیتي مسؤلینو ترتیب کړی، نږدې ۸ زره پولیس به یوازې د همدې ولایت په حساسو سیمو کې ځای پر ځای وي.

د پاکستان حکومت پداسې حال کې د کوچني اختر په ورځو کې د امنیتي تدابیرو ډیروالي خبر ورکوي چې پدې هیواد کې یوازې په همدې تیرو دریو میاشتو کې تقریباً ۴۳۰ تنه په "ترهګریزو" بریدونو کې وژل شویدي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG