د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د پي ای اې پلورلو ته تیاری نیسي


د پاکستان دولتي پي ای اې شرکت په مجموعي توګه ۷۸۵ میلیارد کلدارې (۲.۸ میلیارد ډالر) پوروړی دی.
د پاکستان دولتي پي ای اې شرکت په مجموعي توګه ۷۸۵ میلیارد کلدارې (۲.۸ میلیارد ډالر) پوروړی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد د دولتي هوايي شرکت (پي ای اې) د پلورلو چاره په دې اړه د یوې بیاکتنې تر بشپړېدو وځنډوي.

د انتخاباتو کمیسیون دا اونۍ د سرپرستې کابینې څخه دا غوښتنه د یو لیک په ترڅ کې په داسې حال کې کړې چې د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي ټاکنې کیږي.

د رویټرز اژانس له خوا لیدل شوي دې لیک کې ویل شوي: "سرپرست حکومت باید په دې اړه د تړون د لاسلیک کولو او هر بل اقدام څخه تر هغو ډډه وکړي ترڅو کمیسون په دې اړه پرېکړه وکړي."

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان سرپرست حکومت پلان لري چې په پي ای اې کې د یو لړ اصلاحاتو له پلي کولو وروسته، دغه شرکت پر خصوصي سکتور باندې وپلوري.

سرپرست حکومت سمدستې په دې اړه د توضیحاتو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو د خصوصي سازۍ د چارو وزیر فواد حسن تېره اوونۍ وویل، د پي ای اې د پلورلو پلان به د تائید دپاره سرپرستې کابینې ته وړاندې شي، او د نوي حکومت تر ټاکل کېدو به انتظار نه کیږي.

ددغه پلان له مخې، له پلورل کېدو وړاندې، پې ای اې شرکت په دوو برخو ویشل کیږي؛ یوه "پاکه" برخه او دوهمه برخه به یې پر دغه شرکت باندې د ۸۲۵ میلیارد کلدارو پورونو په بدل کې په ضمانت کې ورکړل شي.

د شرکت پاکه برخه به د پلورلو دپاره وړاندې کیږي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د یکشنبې په ورځ جیو نیوز ته وویل چې په دوو برخو باندې د پي ای اې د ویشلو کار بشپړ شوی، او د سرپرست حکومت له تائید وروسته به یې د پلورلو چاره نوي حکومت ته وسپارل شي.

په سخت اقتصادي بحران کې ګېر پاکستان د جون په میاشت کې د پیسو د نړیوال صندوق څخه د درې میلیارد ډالرو پور د ترلاسه کولو په بدل کې ژمنه وکړه چې په خپلو تاواني دولتي شرکتونو کې به اساسي بدلونونه پلي کړي.

د پخواني صدراعظم شهباز شریف د حکومت له خوا په دغو ژمنو کې، پر خصوصي سکتور باندې د پي ای اې د پلورلو اقدام هم شامل دی.

د پي ای اې شرکت مسئولین وايي، د تیر کال جون پورې یې د تاوان کچه ۷۱۳ میلیارد کلدارو ته ورسېده او دا شرکت په مجموعي توګه ۷۸۵ میلیارد کلدارې (۲.۸ میلیارد ډالر) پوروړی دی.

اقتصادي کتونکي وايي، پاکستان اړتیا لري چې د مارچ په میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق څخه د مرستې د بلې ټولګې د ترلاسه کولو وړاندې پي ای اې وپلوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG