د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال جام: پاکستان غواړي هند راتلونکې لوبې وگټي


د کرکټ نړیوال جام چی شاوخوا ټولو لوبډلو یې خپلې ٦ او یا ٧ لوبې کړیدي، یو داسې پړاو ته داخل شویدی چې د سیمي فاینل ټیمونه یې تر یو حده معلوم شویدي.

د پاکستان کرکټ ټیم تر اوسه پورې خپلې ٧ لوبې کړیدي، ٣ یې بایللي، ٣ یې گټلي او یوه یې د باران له کبله نه ده کړي. د پاکستان ټیم به د شنبې په ورځ د افغانستان سره خپله اتمه او ډیره مهمه لوبه ترسره کوي او د پړاو اخیرۍ لوبه به د بنگله دیش سره وکړي.

د پاکستان د کرکټ مینه وال پدی هیله دي چې پاکستان خپلې دواړه لوبې وگټي خو بیا د سیمي فاینل ته تگ لپاره دیته اړ دي چې هند د انگلستان نه خپله لوبه وگټي.​

د انگلستان د کرکټ ټیم پخواني کپتان ناصر حسین په خپل ټویټر یوه جالبه پوښتنه وکړه:

"د پاکستان د کرکټ د مینه والو یوه پوښتنه، د هند او انگلستان د لوبې پر مهال به د چا ملاتړ وکړئ"؟

اسټرالیا دا وخت ٧ لوبې کړیدي او ١٢ لمبرې لري، نیوزیلنډ ١١ لمبرې ، هند ٩ لمبرې لو انگلستان ٨ لمبرې لري.

اسټرالیا او نیوزیلنډ دواړه دا وخت د سیمي فاینل لپاره قوي ټیمونه دي.

د هند څلور لوبې لا پاتي دي، چې په دغه کې به د ویسټ انډیز، انگلستان، بنگله دیش او سریلانکا ضد لوبې پاتې دي، دا په دی معنی ده چې هند به هم په اسانۍ سیمي فاینل ته ووځي.

د سیمي فاینل د څلورم ټیم په اړه لا هیڅ نه شي ویل کیدی، ځکه په دغه لړ کې انگلستان، سریلانکا او پاکستان د یو بل سره سیالي لري. که پاکستان په خپلو راتلونکو دوو لوبو کې یوه هم وبایلله نو هغوي به د نړیوال جام نه ووځي.

که انگلستان خپلې دواړه راتلونکې لوبې چې یوه د هند او بله د نیوزیلنډ سره سره، وگټلی نو سیمي فاینل ته به ووځي.

همدغه ډول که سریلانکا خپلې راتلونکې دری لوبې ( هند، جنوبي افریقا او ویسټ انډیز) نه وگټي نو هغوي به هم ١٢ لمبرې ولري او پاکستان به لیري شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG