د لاس رسي وړ اتصالات

د دیني عالمانو شورا د افغانستان په ختیځ کې د پولیو واکسین ملاتړ کوي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان په ختیځ کې دیني عالمان له ډېرې مودې راهیسې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د دولت سره په ګډه مبارزه کوي.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو د پولیو ناروغۍ پرضد د روانې مبارزې مشروعیت او د واکسین سره د شته ننګونو پر وړاندې فتواوې ورکړي او هغه خلک یې له دیني اړخه بې مطالعې ښودلي چې د پولیو واکسین پر وړاندې خڼډ جوړوي.

په ختیځ کې د دیني عالمانو د دیوې شورا مشر مولوي حبیب الله جلال آبادی وایي چې د ختیځ دیني عالمان د اسلامي نړۍ عالمانو سره په ګډه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د رامنځته شوي واکسین ننګه کوي.

هغه وایي چې دوی له نورو دیني عالمانو هم غوښتي چې د پولیو واکسین ننګه وکړي او خلک وهڅوي چې خپل ماشومان د واکسین په هره دوره کې واکسین کړي.

د مولوي حبیب الله جلال آبادي پر وینا، دوی ټولو ناروغانو ته په تېره ماشومانو ته د واکسین کول حتمي او ګټور بولي او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین له څاڅکو بې برخې نه کړي.

هغه وویل: "... موږ ټول علمای کرام که هغه د افغانستان دي او یا د نورې اسلامي نړۍ لکه د ازهر شریف، د مکې مکرمې، د مدینې منورې او حتی د دیوبند، په دې اتفاق نظر لرو چې د دې ناروغۍ علاج ضروري او لازمي دی"

د هېواد په ختیځ کې دیني عالمان وایي چې په وړیا توګه د خلکو په پوهولو او د واکسین په سم پلي کېدو کې پراخه ونډه اخلي.

همدا راز، مولوي عنایت الله، د کونړ ولایت یو دیني عالم امریکا غږ ته وویل: "... هغه واکسین چې زموږ د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا تایید شوی وي باید ماشومانو ته تطبیق شي ترڅو د پولیو د ناروغۍ مخنیوی وشي".

پرهمدې حال، روغتیایي کارکوونکي له خلکو په تېره د کورنیو له مشرانو غواړي چې د پولیو ضد واکسین په هره دوره کې خپل ماشومانو ته واکسین کړي.

داکټره پاکیزه فیضي چې د ننګرهار ولایت یوه روغتیاپاله ده، امریکا غږ ته وویل: "... د خپلو کورنیو غړو ته اجازه ورکړئ چې د پولیو درې ورځنۍ کمپاین پر مهال رضاکاران یا واکسیناتوران پریږدي ترڅو ماشومان مو واکسین کړي."

د ختیځ دیني عالمان د عامې روغتیا ریاستونو سره د پولیو واکسین د هرې دورې په پرانیسته کې ګډون کوي او له خلکو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG