د لاس رسي وړ اتصالات

د معیوب شوي ماشوم پلار خلک د ګوزڼ ضد واکسین کولو ته هڅوي


د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر اوسه د ګوزڼ یواځې یوه پیښه ثبت شوی ده.
د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر اوسه د ګوزڼ یواځې یوه پیښه ثبت شوی ده.

د لغمان په ولایت کې هغه پلار اوس خپلو ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کوي چې تېر کال یې لور په پولیو اخته شوې وه او له هغې وړاندې یې واکسین نه کول.

د سلما پلار چي نواب نومیږي د خپلې درې کلنې لور راتلونکي ژوند ته اندېښمن دی، هغه مني چې د کورنۍ هیڅ غړي ته یې د پولیو واکسین نه دې ورکړی، خو کله چې یې په تېر میلادي کال کې لور په پولیو اخته شوه، نو اوس د کور هیڅ ماشوم بې واکسینو نه پرېږدي.

هغه وویل: "که رشتیا ووایم نو ما خپلو اولادونو ته واکسین نه کول، ځکه خلکو به ویل چې دا واکسین ګټه نه کوي، خو زما لور چې ګوزڼ وهلې نو اوس سخت خفه یم چې که واکسین مې کړی وای نو لور به مې روغه وای."

نواب خان زیاتوي چې اوس یې درد ولید او خپلو ټولو بچیانو ته به د پولیو واکسین کوي، ځکه دا یې د ژغورلو یواځنۍ لاره ده.

نوموړي زیاته کړه: "اوس خو چې واکسین راشي نو بس زه [ماشومان] په خپله وړم ترڅو له واکسینو پاتې نه شي".

هغه زیاته کړه، زه له نورو هم غواړم چې دا اشتباه تکرار نکړي او خپلو ماشومانو ته په وخت سره د پولیو واکسین تطبیق کړي.

لغمان کې د کتلوي معافیت مشر ډاکټر خوشحال حسین خېل وايي چې د دغې کورنۍ غړي په یوه ناامنه ولسوالۍ کې اوسېدل او هلته یې واکسین نه کول، ځکه دغه مثبته پېښه را مینځته شوه.

هغه زیاته کړه: " دا کورنۍ په الیشنګ ولسوالۍ کې اوسېدله او څو کاله مخکې مهترلام ښار ته راکډه شوي دي، که څه هم د سلما مور وايي چې دوه ځل یې څاڅکي ورکړي، خو دا چې ماشوم ته [په وخت سره] واکسین ونشي نو دا کار په فلج د اخته کېدو چانس زیاتوي."

تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې، چې مهم لاملونه یې د کرونا ویروس له امله د واکسین په کمپاینونو کې ځنډ، د دولت وسله والو مخالفینو له لوري په واکسین کولو بندیز، د واکسین له تطبیق سره د خلکو نه همکاري او کاونډي هیواد پاکستان ته د خلکو تګ راتګ په ګوته شوي دي.

د کال له پیل راهیسې تر اوسه د ګوزڼ یواځې یوه پیښه هغه هم د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ثبت شوی ده.

XS
SM
MD
LG