د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ له منځه وړو کې له موږ سره مرسته وکړئ- د ننګرهار والي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار ولایتي اداره غواړي چې د ښار اوسیدونکي د پولیو واکسیناتورانو سره د واکسین په پلي کولو او عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

د ننګرهار ولایتي اداره وایي چې د پولیو پر وړاندې د روانې مبارزې چټک کولو په موخه یې د ښار د نهه ګونو ناحیو له اوسیدونکو د مرستې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د پولیو ناروغۍ د زیانونو او د واکسین د ګټو په اړه دې عامه پوهاوی وکړي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوی د ښار د ټولو ناحیو مسؤولینو او اوسیدونکو سره د ناستو او مشورو یوه تازه لړۍ پیل کړې چې په کې د ښار د نورو مسایلو ترڅنګ یوه اړینه موضوع د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه ده.

هغه وایي، دوی هره اونۍ د یوې ناحیې شاوخوا زر تنه اوسیدونکي ګوري او د پولیو په اړه په روانه مبارزه کې د مرستې غوښتنه ترې کوي.

د هغه پر وینا دا چاره ګټوره ده او ښاریان په خپله خوښه د واکسین په تطبیق او عامه پوهاوي کې د مرستې لیوالتیا ښيي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هوډ لري چې د پولیو واکسین په اړه د خلکو عامه پوهاوی له ښاره پیل کړي چې تر ډېره پر دې کار توانېدلی دی.

هغه وویل: "...د پولیو واکسین د سم پلي کولو په موخه د ننګرهار والي د ښار د ناحیو مسؤولینو او مشرانو سره پرلپسې ناستې پیل کړي چې هره ناسته کې شاوخوا زر تنه برخه لري."

نوموړي زیاته کړه، دوی ته یواځینۍ سپارښتنه د پولیو رضاکارانو سره همکاري ده، خوشبختانه چې په دې برخه کې هم په ولسوالیو او هم په ښار کې عامه پوهاوی زیات شوی.

همدارنګه د جلال آباد ښار اوسیدونکي هم وایي چې دوی د پولیو واکسیناتورانو سره مرسته کوي او د واکسین د ګټو او د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

شبیر احمد، د جلال آباد د اومه ناحیه اوسیدونکی پدې هکله وايي: "... والي صیب سره موږ ناسته درلوده د پولیو پر ضد مبارزه کې یې مرسته وغوښته او موږ هم ورسره مرسته کوو."

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په ډلییزو غونډو کې د پولیو پر وړاندې عامه پوهاوی او واکسیناتورانو سره د مرستې په موخه د خلکو رابلل ګټور بولي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د نورو برخو خلک هم د پولیو واکسیناتورانو سره د رضاکارانه مرستو او خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو ولایتي ادارې سره د مرستو داډ څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG