د لاس رسي وړ اتصالات

که د کوزڼ واکسین کور په کور تطبیق نشي نو میندې او پلرونه باید څه وکړي؟


د کال له پیل راهیسې، یواځې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پولیو یوه پیښه ثبت شوې ده
د کال له پیل راهیسې، یواځې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پولیو یوه پیښه ثبت شوې ده

د فراه روغتیایي کارکونکي وايي چې د کور په کور واکسین کمپاینونو د نه تطبیقیدو په صورت کې باید خلک خپل ماشومان د واکسین لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته بوځي.

د ګوزڼ ناروغۍ متخصص ډاکټر مهتاب الدین نورزی وايي، په هغه ولسوالیو کې چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه کور په کور نه تطبیقیږي، نو اوسیدونکي دې خپل ماشومان له واکسین څخه نه بې برخې کوي.

نوموړي زیاته کړه، مور او پلار مسؤلیت لري چې خپل ماشومان د فلج خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي.

هغه وویل:" زما د معلوماتو له مخې، اوس په هر روغتیايي کلنیک کې د ماشومانو د واکسین لپاره زمینه برابره شوې ده. نو که چیرې د واکسین ټیمونه ستاسو د کور مخې ته نه درځي، او یا هم د کمپاین پر مهال ستاسو ماشوم بل ځای میلمه وي، نو خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته یوسئ".

په فراه کې مدني فعال عبدالرحمن ژوندی بیا وايي، په هغه کلیو کې چې د پولیو واکسین نه تطبیقیږي، اوسیدونکي يې کولای شي چې ښار ته د راتلو پر مهال خپلو ماشومانو ته د ښار په دروازو کې د ګوزڼ واکسین څاڅکي ورکړي.

ده وویل:" د ښار په دروازو کې سیار ټیمونه هم ډیر ګټور دي، هغه کلیو ته چې د پولیو واکسین ټیمونه نه ورځي نو اوسیدونکي او د ماشومانو مور او پلار دې خپل ماشومان د ښار په دروازو کې د سیارو ټیمونو په مټ واکسین کړي".

په همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق د روغتیا پالانو او مدني فعالانو سپارښتنو هر کلی کوي او زیاتوي چې خلک باید د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل:" اوس خلک هم تر ډیره د پولیو واکسین په ګټو پوه شوي دي، او خلک پدې هم خبر شوي چې پولیو واکسین ملي کمپاین دی او د هر ماشوم ژوند د پولیو واکسین په تطبیق سره ساتل کیدای شي، نو خلک باید خپل تر پنځو کلونو واړه ماشومان واکسین کړي".

روغتیاپالان اندېښنه لري، که چیرې د هدف وړ ټولو ماشومانو ته په لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ واکسین ونه رسول شي، نو یو ځل بیا ماشومان د ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG