د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه نا امنو سیمو کې کور په کور واکسین لپاره د ولس د مرستې غوښتنه


آرشیف
آرشیف

د فراه ولایتي شورا استازی خیر محمد نورزی وايي، که چېرې په یوې کورنۍ کې یو ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شي، نو د ګوزن وهلي ماشوم کورنۍ د ژوند تر پایه په ستونزو کې وي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په ګډه او په یوه غږ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې خپله مبارزه جدې کړي او خپل تر پنځو کولو ښکته ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي.

ښاغلي نورزي وویل: "زموږ ټولو وظیفه ده چې خپل ماشومان د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال واکسین کړو، ځکه ګوزڼ یوه ډیره خطرناکه ناروغې ده او که چیرې په یوې کورنې کې یو ماشوم ګوزڼ شي، نو ټوله کورنې يې د ژوند تر پایه ورسره په عذاب وي".

په همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا رئیس، عبدالجبار شایق بیا د ناامنو سیمو پر اوسېدونکو او وسله والو طالبانو غږ کوي، چې پولیو واکسین ته د کور په کور تطبیق لپاره زمېنه برابره کړي، تر څو ټولو ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکي ورسول شي.

هغه زیاته کړه: "... د دولت وسله والو مخالفینو څخه مې تقاضا دا ده چې پولیو واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړي، تر څو زموږ او ستاسې ګلالېو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

ښاغلي شایق پر ټولو کورنیو او په خاص ډول د کورنیو او کلېو پر مشرانو هم غږ وکړ چې د واکسین کوونکو سره لازمه همکاري وکړي او خپل ماشومان د واکسین لپاره چمتو کړي.

د فراه اوسېدونکی صادق سباوون هم وایي، ضروري ده چې په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ د پراخیدو او مخنېوي لپاره خپل ټول کوچني ماشومان واکسین کړو.

ده وویل: "... د دې لپاره چې یو ماشوم په ګوزڼ اخته نشي، باید مخکې له مخکې ورته د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي، ځکه یوازې د پولیو واکسین کولی شي ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ څخه وساتي."

نوموړی زیاتوي، له ټولو کورنیو څخه مې هېله دا ده چې خپل ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې نکړي.

د فراه اوسېدونکي تمه لري، چې د جګړې ښکېلې غاړې هم د ماشومانو واکسین سیاسي نکړي او د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکي لپاره د پولیو واکسین ته په ټولو سېمو کې د کور په کور تطبیق اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG