د لاس رسي وړ اتصالات

ګوزڼ وهلیو ماشومانو سره د توپیري چلند ادعاوې


آرشیف
آرشیف

روغتیايي چارواکي وایي‌ هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې یې ګوزڼ ووهي او پولیو شي، د کورنۍ د روغو ماشومانو په څیر ورته نظر نه کیږي، بلکه د کورنۍ تر منځ یې ارزښت کمیږي.

د صحی چارواکو په وینا هر ډول توپیري چلند دغه ماشومان د معلولیت تر څنګ په رواني ستونزو هم اخته کوي.

په کندز کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي ډیر ماشومان چې په ګوزڼ اخته شوي هغسې چلند ورسره نه کیږي لکه سالم ماشومان، نو باید اولادونو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي او هغه سالم را لوی شي.

هغه وویل: "هغه ماشومان چې په ګوزڼ اخته دي په خپل کور او ټولنه کې ورسره سم چلند نه کیږي، نو هڅه باید وشي چې خپل له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړو ترڅو له معلولیته وژغورل شي."

ښاغلي عطايي دا هم وویل چې که چیرته په کورنۍ کې ګوزڼ وهلي ماشومان وي نو باید کورنۍ ورسره سالم چلند وکړي او د روغو ماشومانو په څیر قدر ورکړل شي.

یو شمېر عام خلک بیا وايي په پولیو اخته شوي ماشومان له کورنیو سره په کارونو کې مرسته نه شي کولی او هغه کورنۍ چې دهقاني کوي له نارینه اولادونو هم تمه لري تر څو په کارونو کې ورسره پوره مرسته وکړي.

د دشت ارچي اوسیدونکی مطیع الله وايي: " که د پولیو دوه څاڅکي ماشوم ته ورنه کړل شي په ژوند کې له ستونزو سره مخ کیږي، ګوزڼ یې وهي، نو بیا د دهقانۍ کارونه نه شي کولای، بوجۍ نه شي اوچتولای او درانه کارونه نه شي کولای او نورو خلکو ته هم محتاجیږي."

د نوموړي په وینا، که هره کورنۍ خپلو ماشومانو ته دغه واکسین ورکړي نو روغ به را لوی شي او راتلونکې کې به ورته هیڅ ستونزه نه وي.

ډاکټران وايي چې له معلول ماشوم سره د روغ ماشوم په پرتله باید زیاته مینه وشي، ځکه هغه ماشومان چې معلول وي د کمترۍ احساس ښکار کیږي او په راتلونکې کې د معلولیت تر څنګ په رواني ستونزو هم اخته کیدای شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG