د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په افغانستان کې د دوو تلویزونونو فعالیتونه وځنډول


طالبانو په رسنیو باندې د محدودیتونو په لړ کې د دوو نورو تلویزونونو فعالیتونه هم ځنډولي دي
طالبانو په رسنیو باندې د محدودیتونو په لړ کې د دوو نورو تلویزونونو فعالیتونه هم ځنډولي دي

په افغانستان کې د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې کار کوي، خبر ورکړی چې د دوو خصوصي تلویزونونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د دغه اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې د «نور» او «بریا» تلویزونونو د خبریالۍ «اصول مات کړي اوملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پام» نه کاوه.

راپورونه وايي چې دا تلویزونه د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په ډلو پورې مربوط دي.

د طالبانو د رسنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی د فعالیتونو د ځنډولو پرېکړه کړې ده، خو د باختر اژانس په خبر کې د دغو تلویزونونو د سرغړونو په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

طالبانو داسې مهال د دغو تلویزونونو فعالیتونه ځنډولي، چې حکومت یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هم بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د سیاسي ګوندونو په فعالیتونو بندیز ولګوه او د «حزب» د ټکي کارول یې هم «جرم» بللی و. هغه ویلي وو که د طالبانو حکومت د چا نه خوښېږي، له افغانستان څخه وتلای شي.

تر دې دمه د طالبانو ویاندویانو د دغو تلویزونو د فعالیتونو د ځنډولو په اړه څه نه دي ویلي‌ او نه هم دغه راپور تر لیکلو پورې د افغان خبریالانو د ټولنو کوم عکس العمل ښکاره شوی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو او رسنیو فعالیتونو کلک بندیزونه لګولي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان څه موده مخکې په خپل یو راپور کې وویل چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د ۵۴۷ رسنیو له ډلې یې اکثریت تړل شوي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیر له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوګانو څخه ۱۷۰ یې پاتې دي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس ۱۸ اژانسونه کار کوي.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG