د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ، طالبان او افغانستان


د ټرمپ په کابینه کې د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس د هغې لومړۍ پوځي قطعې قوماندان و چې په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې کوزه شوه.
د ټرمپ په کابینه کې د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس د هغې لومړۍ پوځي قطعې قوماندان و چې په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې کوزه شوه.

طالبانو د امریکا له نوي ولسمشر څخه غوښتي دي چې "ځواکونه وباسئ او جگړه پای ته ورسوئ" خو ټرمپ امریکایي سرتیرو ته د ویډیو له لارې ویلي "جگړه وکړئ، زه مو تر شا ولاړ یم، بریالي کیږو".

طالبانو د امریکا له نوي ولسمشر څخه غوښتي چې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي ځکه چې په تیرو پنځلسو کلونو کې د وژلو او ورانولو پرته بله لاسته راوړنه نلري.

د امریکا نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د طالبانو پیغام د هغوی په ویبپاڼه کې په انگلیسي ژبه خپور شوی دی او په پیل کې یې ویلي دي چې "د افغانستان جگړه له پخوانیو ولسمشرانو په میراث درته پاتې شوي ده او که ته وغواړې د ځواکونو په ایستلو سره یې ختمولی شې."

خو ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې امریکایي سرتیرو ته وویل "جگړې ته ادامه ورکړئ، موږ به بریالي کیږو، هرومرو به بریالي کیږو. زه مو تر شا ولاړ یم."

ولسشمر ټرمپ د تحلیف تر مراسمو وروسته د ویدیویي کنفرانس له لارې په بگرام کې د امریکایي سرتیرو سره خبرې وکړې او د هغوی جرات او میړانه یې وستایله.

ولسمشر ټرمپ او میرمن یې، مرستیال پینس او میرمن یې د تحلیف تر مراسمو وروسته پوځي قطعه معاینه کوي.
ولسمشر ټرمپ او میرمن یې، مرستیال پینس او میرمن یې د تحلیف تر مراسمو وروسته پوځي قطعه معاینه کوي.

ټرمپ په باگرام کې دیره سرتیرو ته وویل "زه به تل ستاسې په څنگ کې یم. موږ به ټول کارونه په گډه سره کوو. ستاسې میړانه د ستایلو ده. زه به تاسې تر پخوا هم ډېر ونازوم."

افغانستان ته امریکایي سرتیری په ٢٠٠١ کال کې پخواني جمهور رئیس جورج بوش ولیږل او جگړه اته کاله وروسته، جمهور رئیس بارک اوباما ته په میراث ورسیده.

اوباما د ځانگړي کمیسیون د سپارښتنې پر بنسټ افغانستان ته نور لسگونه زره سرتیری ولیږل او بیا د ٢٠١۴ تر پایه بیرته راووتل. خو جگړه لا خلاصه نه ده او د دریم جمهور رئیس پر میز پرته ده.

ولسمشر اوباما په لومړۍ دوره کې د جنرالانو په غوښتنه دیرش زره سرتیري افغانستان ته ولیږل.
ولسمشر اوباما په لومړۍ دوره کې د جنرالانو په غوښتنه دیرش زره سرتیري افغانستان ته ولیږل.

​په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم وایي په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره د روښانه دریځ لرل حتمي دي.

ښاغلی کننگهم وایي "نوی حکومت باید ډېر ژر خپل دریځ روښانه کړي. دا کار به په افغاسنتان او سیمه کې زموږ متحدینو ته ډاډ ورکړي او مخالفین به خبر شي چې امریکا به افغانستان یوازې نه پریږدي"

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د افغانستان په جگړه کې اوږده کاري سابقه لري او د دفاع وزیر یې جنرال جیمز متیس په افغانستان کې د ډیرو عملیاتو قوماندان و.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د افغانستان د څانگې رئیس سکاټ وارډن وایي "د ټرمپ حکومت باید په یوه هر اړخیزه تگلاره کار وکړي. د افغانستان ځواکونه غښتلي کړي او د سولې د موافقې له لارې ثبات ټینگ کړي".

د افغانستان سره د مرستو د څار د ادارې یا د سیگار مشر وایي چې د ټرمپ حکومت په افغانستان کې ډېر زیات انتخابونه نلري.

د سیگار رئیس جان سپکو وایي "که راووځو، ښایي د افغانستان دیموکراتیک حکومت نسکور شي، که همدې حالت ته دوام ورکوو، دا یو بنبست دی. باید بریالي پروگرامونه غښتلي کړو او له ناکامیو درس واخلو".

په واشنگټن کې مشورې او نظرونه ډېر دي خو د ټرمپ نورو سیاسی پریکړو ته په کتلو، په دې اړه وړاندوینه کول گران کار دی چې ټرمپ به د افغانستان په اړه څه پریکړه وکړي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG