د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په غزه کې د جګړې په تړاو پر اسرائیل سوداګریز بندیزونه ولګول


د ترکیې د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له اسرائیل سره پر سوداګرۍ بندیزونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا تائید شوي دي.
د ترکیې د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له اسرائیل سره پر سوداګرۍ بندیزونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا تائید شوي دي.

ترکیې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په ځواب کې پر دغه هېواد باندې یو لړ سوداګریز بندیزونه اعلان کړل.

په دغو بندیزونو کې، د سیمنټو، اوسپنې او داسې نورو ساختماني موادو په ګډون د ۵۴ توکو صادرات شامل دي. د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه بندیزونه سر له سه شنبې اپریل ۹ (وري ۲۱) پلي کیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "دا پرېکړه به تر هغو عملي وي چې اسرائیل په غزه کې سمدستي اوربند اعلان کړي او له مخنیوي پرته د کافي بشري مرستو رسولو ته لار پرانیزي."

په عین وخت کې، اسرائیل خبرداری ورکړی چې له سوداګریزو تړونونو څخه د ترکیې"یو اړخیزې" سرغړونې ته به ځواب ووایي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "ترکیه په یو اړخیزه توګه له اسرائیل سره له سوداګریزو تړونونو سرغړونه کوي او اسرائیل به یې پر وړاندې لازم اقدامات وکړي."

ترکیې دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې انقرې وویل، اسرئیل یې په غزه کې د هوا له لارې د مرستو د اچولو مخنیوی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د دوشنبې په ورځ له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې ژمنه وکړه او ویې ویل چې بندیزونه به "قدم په قدم او بې له ځنډه" پلي شي.

فیدان وویل چې دا بندیزونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا تائید شوي دي.

ترکیه د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د جګړې یو له سختو منتقدینو څخه ده او اردوغان اسرائیل ته د "ترهګر دولت" خطاب کړی دی.

په غزې کې جګړه پر اسرائیل باندې د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شوه. د اسرائیلي مقاماتو په وینا، په دغه برید کې ۱۱۷۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

له برید وروسته اسرائیل د غزې په تړانګه باندې د غچ اخیستلو لپاره هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل،چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېر له مخې، تراوسه د ۳۳ زرو څخه زیات کسان پکې وژل شوي او اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د حماس ډله د اسرائیل، متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې له خوا د ترهګر سازمان په توګه نومول شوې خو اردوغان ددغې ډلې ننګه کړې او هغه یې د فلسطین د "ازدۍ ډله" بللې ده.

د ترکیې حکومت له اسرائیل سره پر سوداګرۍ باندې محدودیت وروسته له هغه وضع کړ چې په کور دننه ورباندې نیوکې وشې چې له اسرائیل سره د سوداګریزو اړیکو د ژر تر ژره پرې کولو کې پاتې راغلی دی.

په ۲۰۲۲ کې په خپلو کې د سفیرانو له بیا ګمارلو وروسته د ترکیې او اسرائیل ترمنځ اړیکې په ښه کېدو وې خو په غزه کې د جګړې پیل دغه بهیر په پټه ودراوه.

اردوغان له تل ابیب څخه خپل سفیر بیرته غوښتی او غوښتنه یې کړې ده چې د اسرائیل پوځي قومندانان او سیاسي مشران باید نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې شي.

د ترکیې د صادراتو د ټولنې د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۲ کې ترکیې ته ۷.۰۳ میلیارد ډالر صادرات لرل چې دغه شمېره اوس ۵.۴۳ ته راټیټه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG