د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز لایحه تصویب کړه


ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون استعمالوونکي لري.
ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون استعمالوونکي لري.

د متحده ایالاتو سنا د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴) ناوخته هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې ښايي په امریکا کې د ټیک ټاک پر اپلیکیشن بندیز ولګول شي.

په دغه لایحه کې د نهو میاشتو مهلت ټاکل شوی چې د چین "بایټ ډانس" شرکت د ټیک ټاک مالکیت وپلوري.

د امریکا د استازو جرګې دا لایحه له وړاندې تصویب کړې وه او ولسمشر جو بایډن ویلي چې هغه به یې د چهارشنبې په ورځ له لاسلیک کولو وروسته په قانون بدله کړي.

په کانګرس کې اندېښنه ښودل شوې چې چین ښايي وکولای شي د امریکایانو په اړه د معلوماتو راټولولو دپاره د لنډو ویډیوګانو ددغه مشهور اپلیکیشن څخه د استخباراتي وسیلې په توګه کار واخلي.

د سنا د استخباراتو د کمیټې جمهوري غوښتونکي غړي مارکو روبیو وویل: "دا نوی قانون د ټیک ټاک له چینایي مالک څخه غواړي چې اپلیکیشن وپلوري. دا د امریکا لپاره ښه اقدام دی... د کلونو راهیسې موږ د چین کمونست ګوند ته اجازه ورکړې چې په امریکا کې یو خورا مشهور اپلیکیشن کنټرول کړي چې په خطرناکه توګه یو لنډ لیدلور و."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د امریکا په سنا کې ددغه لایحې د منظورېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې، خپلو هغو څرګندونو ته اشاره وکړه چې د مارچ په میاشت کې یې د امریکا د استازو په جرګه کې د ورته یوې لایحې د منظورېدو پر وخت کړې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د لایحې پر تصویب کېدو نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې "که څه هم متحده ایالاتو هیڅکله داسې شواهد ندي موندلي چې وښيي ټیک ټاک ددغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی خو بیا یې هم د ټیک ټاک له څارلو څخه لاس ندی اخیستی."

ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون استعمالوونکي لري او مسئولینو یې ژمنه کړې چې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل له مخې به، چې د بیان ازادي تضمینوي، پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز پرېکړه وننګوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG