د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند والي: د طالبانو پر ضد جګړې لپاره لښکرګاه ته ځانګړي افغان ځواکونه رسېدلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هلمند والي محمد ولي علیزی وايي، د وسله والو طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره لښکرګاه ښار ته سلګونه تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

نوموړي نن سې شنبه اګست درېیمه (زمري ۱۲) امریکا غږ ته وويل چې نن به د ښار په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

ښاغلي علیزي وويل: "د هلمند خلګو ته ډاډ ور کوم دا ترخې شېبې به ژر تيري شي، دښمن او بهرنیو ملاتړو پاکستانیانو يې په تیره یوه اونۍ کې پرلپسې کوښښ وکړ چې لښکرګاه ښار ته سقوط ور کړي خو دادی کوڅې او لارې يې په مړو ډکي دي یوازي پرون د دوی ۱۵۰ کسان وژل شوي او ژر به ښار د دوی له شتون څخه پاک شي او ښاریانو ته ډاډ ور کوم چې د لښکرګاه ښار حالت به عادي شي."

بلې خواته د هلمند یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې نن سهار د هلمند پر زندان باندي وسله والو طالبانو د موټر بم برید وکړ چې د ځانګړو ځواکونو په غبرګون کې يې برید پر شا وتمبول شو او زندان يې د دوهم ځل لپاره له وسله والو طالبانو څخه وژغوی.

سرچینې زیاته کړه: "سهار وختي اووه بجې د زندان پر شمال ختیځ دېوال باندي وسله والو طالبانو د موټر بم برید وکړ خو د زندان ودانۍ یوه برخه يې زیانمنه کړه خو زندان يې مات نکړای شو وروسته ځانګړي ځواکونه سیمي ته ورسیدل او د طالبانو برید يې دفعه کړ."

دا په داسې حال کې ده چې د یوې اونۍ په تيرېدو سره لاهم جګړه د لښکرګاه ښار په دننه کې دوام لري او نن سهار یو ځل بیا توده شوې.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې دا مهال د زراعت نمرې، تور ټانګ، قلعه کهنه، کارته لګان او د لښکرګاه ښار ځيني نوري برخې د شدیدو جګړو شاهدي سیمي دي.

په ورته وخت کې امنیتي مقامات وايي چې د هلمند د سیمه ییز راډیو تلویزیون ودانۍ نن سهار افغان ځواکونو بیرته تر خپلې ولکې لاندې را وستې خو دا خبر لاهم خپلواکو منابعو ندی تائید کړی.

تېره ورځ ناوخته وسله وال طالبان د هلمند د راډیو تلویزیون ودانۍ ته ننوتلي چې د جګړې له کبله يې ودانۍ لوی زیان لیدلی.

بلي خواته د ملکي مرګ ژوبلي له کبله په لښکرګاه ښار کې روغتیايي مسئولینو بیړنی طبي حالت اعلان کړی او وايي چې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې روغتونو ته تر ۴۲ زیات ټپیان ور وړل شوي چي ټول يې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو د لښکرګاه د نا امنیو په اړه ويلي چې د ښار په ګڼو برخو کې يې حضور پراخ کړی او لاهم جګړه مخ ته وړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG