د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: پر کندهار ښار د طالبانو بریدونه دفعه شوي


کندهار ښار
کندهار ښار

افغان امنیتي مقامات وايي‌ چې په کندهار ښار کې يې د وسله والو طالبانو بریدونه دفعه کړي.

نن چهارشنبه سهار وسله والو طالبانو د کندهار ښار پر دریمې، شپږمې، پنځلسمې او پنځمې حوزې ډله ییز بریدونه پيل کړه چې ورسره سم د کندهار ښار په یو بشپړ جګړیز حالت کې دی.

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی امریکاغږ ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه دفعه کړي او ژر به په ښار کې د پلټنې عملیات پيل کړي.

نوموړي‌ وويل: "نن سهار وختي په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو د ښار په بیلا بیلو حوزو کې بریدونه پيل کړي چې ډېر فشار يې د کندهار پر عمومي زندان و زموږ ګډو قواوو پر وسله والو بریدونه کړي زندان یې ساتلی، خو جګړه شته او موږ هڅه کوو چې هر څه ژر عادي‌ شي تر اوسه د هوايي قواوو په یوه برید کې ۱۵ وسله وال وژل شوي."

کندهار ښار په بشپړه ډول تړل شوی او ښار یو جګړیز حالت ته تللی.

د کندهار ښار سل ګونه کورنۍ د امن ځای په لټه کې د ښار نسبتاً امن څنډو ته ځانونه رسوي.

د کندهار امنيې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ويلي چې پولیس د ښار په ګڼو برخو کې په پلټنیزو عملیاتو بوخت دي او د نن سهار راهیسې هیڅ یوې حوزې سقوط ندی کړی.

د میرویس حوزوي وروغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد امریکا غږ ته وويل چې له تیري شپې راهیسې ۶۸ تنه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې ۸ پکښې ښځینه او ۹ هم ماشومان دي.‌

نوموړي په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې روغتیايي تاسیسات دي له ګواښ څخه لېري وساتي.

ډاکتر فرهاد زیاته کړه: "همدا اوس په میرویس روغتون کې لس ګونه ټپیان تر درملنې لاندې دي زموږ خدمات یوازي جګړې د قربانیانو لپاره دي هیله مو داده چې روغتیايي تاسیساتو ته څوک زیان ونه رسوي."

دا مهال جګړه د میرویس روغتون سره په نږدې فاصله کې روانه ده چې په یو کیلو متر واټن کې یې د کندهار عمومي زندان موقعیت لري.‌

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي بیان کي ويلي چې د کندهار ښار په دریمه، شپږمه او پنځمه حوزه کې يې بریدونه دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG