د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د سپین بولدک ولسوالۍ مرکزي سیمې د افغان ځواکونو لاس کې دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغان امنیتي مقامات وايې چې سپین بولدک ولسوالۍ ته ځانګړي افغان ځواکونه رسیدلي او د وسله والو پرضد يې پوځي عملیات پیل کړي.

د تیري شپې راهیسې د سپین بولدک ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې شدیده جګړه دوام لري چي د ولسوالۍ ځيني برخي د وسله والو طالبانو لاس ته هم لویدلي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن چهارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) امریکا غږ ته وويل چې د سپين بولدک ولسوالۍ ټولي مرکزي سیمي د افغان قواوو په لاس کې دي.

ده وويل: "د وېش باډر په نوم تجارتي ښار ګوټي کې څه امنیتي ستونزي رامنځته شوي چي د حل لپاره يې تازه دمه کمانډو سرتیري سیمي ته رسیدلي خو د سپین بولدک ولسوالۍ په نورو ټولو برخو کې افغان قواوي ځای پر ځای دي او ژر به په سیمه کې وضعیت سم شي."

خو یو لوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر شدیدي جګړې وروسته د چمن ـ سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ په نوم دروازه، سرحدي کميساري او د نوي ګمرک ودانۍ له تیري شپې راهیسې د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلي.

سرچينې وويل چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ یاد تجارتي بندر په بشپړه توګه تړلی دی.

بلي خواته د کندهار – سپین بولدک لویه لار هم په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سل ګونه هغه کسان چې له پاکستان څخه کندهار او نورو سیمو ته تلل په چمن ښار ګوټي کې بند پاته دي.

دغه راز د کندهار ښار په جنوبي څنډه د ۷ او ۸ حوزې په اړوند سیمو کې لاهم جګړه روانه ده.

د کندهار د امنیتي بورد غړي حمیدزي لالي امریکا غږ ته وويل چې په سیمه کې افغان ګډو ځواکونو ګڼې سیمي تر خپلي ولکې لاندي را وستي او د تصفيې عملیات يې دوام لري.

نوموړي وويل: "په سیمه کې د وسله والو برید کونکو ګڼ یو شمېر جسدونه پاته دي د جګړې فشار کم شوی او ګډ ځواکونه به د ښار جنوبي څنډي ژر د وسله والو له حضور څخه په بشپړه توګه پاکي اعلان کړي او سیمي ته د خلګو د ستنیدو لپاره به زمینه برابره شي."

پر همدې مهال د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد امریکا غږ ته وويل چې له تیري شپې راهیسې یاد روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه او ۴۱ تنه ټپیان ور وړل شوي.

ده وويل: "په ۱۱ جسدونو کې د ۸ تنو هویت نا معلوم دی خو ۳ تنه پکښې ملکي وګړي دي، په ۴۱ ټپیانو کې ۱۸ يې ماشومان او ۵ تنې يې هم ښځي دي چي د کندهار ښار له مرکزي برخو میرویس مېني، میربازار، قاسم پل، پنجوايي دوراهي او سېلو سیمو څخه را وړل شوي."

وسله والو طالبانو د کندهار د وروستیو جګړو په تړاو رسنیو ته په لیږلي بیان کې د سپین بولدک د وېش تجارتي بندر د نیول کیدو مسئولیت منلی او د ځينو نورو سیمو د نیول کیدو ادعا يې هم کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG