د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا یمن ته نږدې اوبو ته یوه بله بیړۍ هم واستوله


د امریکا د یو اس اس روزویلټ بیړۍ
د امریکا د یو اس اس روزویلټ بیړۍ

امریکا یوه بله بیړۍ چې الوتکې انتقالوي یمن ته نږدې د سمندر اوبو ته استولې ده. دغه کښتۍ به په سیمې کې د نورو امریکایی کښتیو سره یو ځای شي.

د امریکا د دفاع د وزارت یوه ویاند وویل چې د یو اس اس روزویلټ بیړۍ او ورسره بدرګه کوونکې بیړۍ یو اس اس نورماندي یې یمن ته نږدې اوبو ته استولي دي.

هغه وویل چې بیړۍ به یقیني کړي چې که د یمن وضعیت خرابیږي نو د خلیج نه به د بیړیو د تګ راتګ لاره خلاصه وي.

امریکايي چارواکي دا ردوي چې ګوندي د روزویلټ بیړۍ او اوه نورې بیړۍ د دې لپاره یمن ته نږدې اوبو ته استول شوي دي چې هغه ایراني بیړیو مخه به ونیسي چې ګمان کیږي په یمن کې هوثي یاغیانو ته وسلې رسوي.

د امریکا د جنګي بیړیو د پنځمې ډلې ویاند کیون سټیفن وویل چې که چیري داسې نښې ولیدل شوي چې په ایراني بیړیو کې وسلې بار دي نو د امریکا بحري قواوي یو شمیر اقدامات کولای شي. په دغو اقداماتو کې بیړۍ ته د ورتګ غوښتنه هم شامله ده.

سپینه ماڼۍ وايي چې داسې شواهد شته چې ښيي چې ایران په یمن کې هوثي وسله والو ته وسلې او نورې مرستې استوي.

بل پلو ته، د یمن مرکز صنعا ته نږدې پرون د سعودي عربستان هوايي قواوو د وسلو په یو ډیپو باندې بمباري وکړه. په دغه پیښې کې ۱۹ کسان وژل شوي دي او یو شمیر کورونه تباه شوي دي.

د ژغورنې عمله ویره لري چې کیدای شي چې یو شمیر نور کسان دې د ویجاړو شوو کورونو ترلاندې بند پاته وي.

سعودي د عربي هیوادونو د ایتلاف مشري کوي چې په یمن کې د هوثي وسله والو خلاف جوړ شوی دی.

ایتلاف غواړي چې په یمن کې د هوثي وسله والو د پرمختګ مخه ونیسي او د یمن حکومت، چې مشري یې ولسمشر ابو ربه منصور هادي کوي او نړیوال یې په رسمیت پیژني، بیرته واک ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG