د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د مصالحې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي دي چې له طالبانو سره د توافق لومړۍ مرحله د بارک اوباما په حکومت کې پیل شوې وه، نه د دونالډ ټرمپ په حکومت کې.
په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د متحده ایالتونو کمیسیون ویلي چې د طالبانو د سخت دریځه تفسیرونو له امله په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دیني او مذهبي ازادي مخ په خرابیدو ده.
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ډپلوماتیک ماموریت د می د میاشتې د دریمې نیټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې موجودې ستونزې په ګوته کړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په یو راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه مارچ د میاشتې ترپای پورې د افغانستان بشري وضعیت ارزولی چې په کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.
د رواداري سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې درییمې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو او رسنیو پروړاندې د محدودیت، ځپلو او سانسوراقدامات دوام لري، چې وررسره رسنیو خپله خپلواکي او د عمل ازادي له لاسه ورکړې ده.
د نړیوال بانک اجرائیوي مدیرانو د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰( ثور۱۱) د افغانستان د انعطاف منلو د ټولنې د معیشت پروژې لپاره د نړیوال انکشاف د ټولنې (IDA) د ۸۴ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.
طالبانو د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.
له افغانستان څخه پېښور ته د تلونکیو ناروغانو کورنۍ وايي، په هغه هیواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بانکي نظام له ختمېدو سره یې ستونزې سل چنده زیاتې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوست په ولایت کې د طالبانو له خوا د هغو دریو سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې شپږ ورځې دمخه ددغه ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له خوا نیول شوي وو.
نور پورته کول