د لاس رسي وړ اتصالات

ګرمۍ کاناډا او امریکا کې څه باندې ۵۰۰ کسان مړه کړي


اکثریت مړه شوي د پاخه عمر کسان او بې کوره خلک دي.
اکثریت مړه شوي د پاخه عمر کسان او بې کوره خلک دي.

د هوا پیژندنې مسؤلینو تیره اوونۍ د امریکا په لویدیځ ساحل او د کاناډا په لویدیځه برخه کې د بې سارې ګرمۍ د څپې خبرداری ورکړی و.

سره لدې چې چارواکو په ځینو ځایونو کې په خلکو د څښلو اوبو ویشلې، د هوا د یخېدو امکانات یې ورته برابر کړي و او نور اقدامات یې کړي خو بیا هم ګڼ شمیر کسان ګمان کیږي چې ګرمۍ مړه کړیدي.

اکثریت مړه شوي کسان هغوي دي چې ایرکنډیشن او بادپکې یې نه درلودل.

ګرمۍ یوازې د امریکا د اوریګن په ایالت کې ۷۹ تنه وژلي.

په همدې حال کې د کاناډا د برټیش کولمبیا چارواکي وایي د جمعې او چهارشنبې تر ورځې لږ تر لږه ۴۸۶ کسان د ګرمۍ د لاسه مړه شوي.

په کاناډا کې د دوشنبې په ورځ د هوا تودوخه د سانتي ګراد په حساب ۴۷.۹ درجې چې د دې هیواد په تاریخ کې هوا دومره توده شوې نه وه.

بل پلو د امریکا د واشنګټن سټیټ په ایالت کې چې د کاناډا سره سرحد لري، ۲۰ تنه د ګرمۍ له وجې مړه شویدي خو چارواکي وایي ښایي د مړو شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د هوا پیژندنې متخصصین وایي چې ښایي د ګرمۍ دا څپه به د آرام سمندر په شمال لویدیځه غاړه کې په پرتو ایالتونو کې ډیره شي. معمولاً دا سیمه په زیات ورښت، سړې هوا او لږې ګرمۍ مشهوره ده او په همدې خاطر اکثریت خلک پکې د ایرکنډیشن سیستمونه نلري.

د واشنګټن د سیاټل او د اوریګن د پورټلنډ تر څنګ په یو شمیر ښارونو کې د تودوخي درجه د سانتي ګراد په حساب ۴۶ و چې پدې ایالتونو کې ساری نلري.

XS
SM
MD
LG