د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مایکل هسي (نجیب ځدران )سره مرکه مطیع الله عابد


نجیب ځدران
نجیب ځدران

د افغانستان دکرکټ د نولس کلن ټیم د وروستیو لوبو په لړ کې یو نوم داسې هم دی چې د کرکټ د مینه والو پام ېې ځانته را اړولی دی او هغه نوم د نجیب ځدران دی. نجیب ځدران یو لړ داسې خصوصیات لري چې د کرکټ په میدان کې د هغه د ښې ایندې په اړه زیری ورکوي. یو دا چې په ډیر لږ عمر کې داسې ځلیدلی دی چې ډیر نور ېې لا هم ارمان کوي . بل دا چې په چپ لاس لوبه کوي چې دا هم د افغانستان د کرکټ دپاره یوه نوې خبره ده .دریمه دا چې تیز لوبه کوي نو د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو دپاره ښه وسله کیدلی شي.
نجیب ځدران د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې دی چې کله هم میدان ته کوزیږي نو یوازینی هدف ې د افغانستان دپاره لوبه کول وي او غواړي افغانستان ته بری وگټي . هغه وایی دلوبې ضرورت ته گوري. د کپتان او کوچ وینا ته غوږ نیسي او که د تیزې لوبې ضرورت وي او که د یوې یوې منډې جوړولو خبره وي نو دې پلان سره سم ځي. نجیب ځدران وايي چې دې په دې خفه دی چې د نیوزي لینډ خلاف قسمت ورسره مل نه وه گني اوس به افغانستان د نړیوال جام په اولو څلورو ټیمونو کې شامل وه. خو هغه وایی چې موږ د خپلو ناکامیونه ډیر څه ذده کړل او اوس ټیم یو موټی شویدی او تیرو سهوو نه درس اخیستو سره اینده دپاره مثبته لوبه کوو.
د افغانستان د کرکټ نولس کلن ځوان لوبغاړی نجیب ځدران غواړي چې د اسټریلیا د کرکټ ټیم د لوبغاړي مایکل هسي په شان نوم وگټي او د خپل ټیم دپاره د تر اخره په میدان پاتې شي او د اتل په شان د میدان نه ووځي.
XS
SM
MD
LG