د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون د چهارشنبې په ورځ په بیجینگ کي د چین د جمهوررئیس ( هو ژین تاو ) سره وکتل


کلینټن: کانګرس دي د افغانستان او پاکستان په اړه نه بې حوصله کېږي
کلینټن: کانګرس دي د افغانستان او پاکستان په اړه نه بې حوصله کېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون د چهارشنبې په ورځ په بیجینگ کي د چین د جمهوررئیس ( هو ژین تاو ) سره وکتل او کوشش یې وکړ داسي لاري چاري ولټوي چي د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادی او سیاسی اړیکي تقویه کړي.

هغې وو یل چي دواړو خواو په آزادۍ سره د موافقې او نه موافقې وړ مسئلو په اړه خبري وکړې.

د چین جمهوررئیس ( هو ژین تاو ) دا هیله څرگنده کړه چي امریکا د تجارتي محافظه کارۍ په مقابل کي مقاومت وکړي، چین ته د پرمختللي ټیکنالوجۍ په صادرولو کي محدودیتونه کم کړي او چینایي تجارتي مؤسسو ته چي په امریکا کي پانگي اچوي د رقابت مناسبه موقع ورکړي.

میرمن هیلري کلینټن پرون د خپل چینایي انډول ( یانگ یي چي ) سره د یولړ نړۍ والو مسئلو په اړه له خبرو نه وروسته د هغه سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کي گډون وکړ. هغې وویل چي دا کومه پټه خبره نه ده چي امریکا د هغه دریځ له کبله مایوسه شوې ده چي چین او روسیې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کي د سوریې په مقابل کي غوره کړی دی.

امریکا د سوریې له جمهوررئیس بشار اسد نه غوښتي دي چي له کاره ځان گوښه کړي. ځکه چي اتلس میاشتي کیږي چی د هغه حکومت د یاغیانو سره جنگیږي چي په دې جگړو کي په زرگونو خلک وژل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چي چین په سوریه کی د خارجي مداخلې سره مخالف دی او هر ډول حل لاره باید چي خپله د سوریې د خلکو له خوا پیدا شي.
هیلری کلینټن د چین له سفر نه وروسته ختیځ تیمور ته روانه شوې ده چی دا د آسیا آرام سمندر شپږو هیوادونو ته د هغې د سفر بل تم ځای دی.
XS
SM
MD
LG