د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې پر شعیه ګانو برید شوی


آرشیف
آرشیف
پاکستاني چارواکي وایي چي هغه ځاي ته نژدې چي شیعه گانو یوه مذهبي غونډه کړې وه د سړک د غاړي د بم چاودنه وسوه، اووه کسه یې ووژل چي درې ماشومان هم په کي شامل وو.

په دې چاودنه کي چي پرون د شنبې په ورځ په ( دیره اسماعیل خان ) وسوه، دیرش کسه زخمي سوي هم دي.

پاکستاني طالبان عموما داسي حملې کوي.

دا حمله په داسي حال کي کیږي چي شیعه گان د محرم د میاشتي لمانځنه کوي. په تیرو وختونو کي هم سنیانو په دې میاشت کی په خاصه د عاشورا په ورځ په شیعه گانو باندي حملې کړي دي.

په پاکستان کي نن د یکشنبې ورځ د عاشورا ورځ ده. په دې ورځ د اسلام د پیغمبر لمسی امام حسین په شهادت رسیدلی دی.
XS
SM
MD
LG