په کابل کې د نن ورځې په لاریون کې د روند سبز یا زرغون بهیر گډونوالو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل او په قطر کې یې د هغوی نوی پرانستل شوی دفتر د افغانستان تجزیې ته ورته خبره وبلله
لاریون کونکو طالبان د افغانستان د کړاوونو او په هیواد کې د ناامنیو مسؤل وبلل. دوی ټینگار کاوه چې د سولې په روانو خبرو کې نور هیوادونه لاس لري او د افغانستان مشران باید دې خبرې ته پام وکړي
لاریون کونکو وویل له طالبانو سره چې د ترهگري له لارې ملکي خلک وژني باید هیڅ ډول د سولې خبرې و نه شي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر لاریون نن د کابل د مکرویانو له څلورلارې څخه پیل شو او د پښتونستان په واټ پای ته ورسېد