د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې بمي چاودنه شوې


د پاکستان په ختیځ کې په یوه بازاز کې د بمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ کسه وژل شوي او د ۲۵ نه زیات کسان ټپیان شوي دي.


دغه چاودنه د شنبې په ماښام د لاهور ښار په انارکلي بازار کې چې د سلګونو کسانو ګڼه ګوڼه په کې وه ، رامنځ ته شوه.

ټپي شوي کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي او د ځینو روغتیايي وضیعت وخیم ګنل شوی دی.

تر اوسه پوري هیچا د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.


ددغه هېواد یاغیان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې کوي چې ددغې ډلې پرضد د ورستیو کلونو د پوځي عملیاتو غچ واخلي.
XS
SM
MD
LG