د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان سږکال د حاجيانو شمیر ٢٠ ٪ کمه کړې


Hajj 200613
Hajj 200613
د حج او او قافو وزارت وایي دا کار یې د مکې په مسجد الحرام کې د ځينو انکشافي او بيا رغاونې کارونو په خاطر کړیدی.

د سعودي دا پر يکړه يواځی د سږکال لپاره ده او په ټولو اسلامي هيوادونو به تطبيقيږي.
.تر دې مخکې به هر کال له افغانستان څخه ديرش زره افغانان د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل خو سږ کال د پريکړې سره سم به څلور ويشت زره افغانان د حج مراسم پر ځای کړي .

د حج او اوقافو وزير وایي د حا جيانو د شميرې کميدل به ددی سبب شي چې حج ته د تللو کارونه په لږه موده کي په ښه شان تر سره شي او د اوسيدو د خای ، ترانسپورت، روغتيايي او نورو خدماتو اسانتياوې به ورته برابرې شي.

د حج او اوقافو وزیر ډاکټر نیازي وایي، سږ کال د افغان حاجیانو په مصرف کي د تير کال په پرتله شل فیصده کموالی راغلی.

" سږ کال د حاجیانو سل ډالره مصرف هم کم شو. تیر کال دولت له هر حاجي څخه په مجموع کې درې زره یوسلو شل ډالره اخیستل خو سږ کال به له هر حاجي څخه درې زره او شل ډالره واخیستل شي. "

سره له دې چې دا وزارت هر کال افغان حاجیانو ته د اسانتیاو د برابرولو خبرې کوي، خو هر کال افغانان حج ته د تګ، په سعودي کې د اوسیدو او هېواد ته د بیرته ستنیدو پر وخت له ستونزو سره مخ شوی دی.
XS
SM
MD
LG