د لاس رسي وړ اتصالات

ممنون حسین د پاکستان نوی ولسمشر شو


د پاکستان قانون جوړونکو پرون د سه شنبې په ورځ ممنون حسین چې د صدراعظم نواز شریف نږدي سیاسي ملګری دی، د ملک نوی ولسمشر وټاکه. ښاغلی حسین چې د نساجۍ کاروبار لري، د پاکستان دولسم ولسمشر شو چې دغه مقام ته ټاکل کیږي.
ښاغلی ممنون حسین د پاکستان مسلیم لیګ نواز ګوند یو سابقه دار غړی دی چې په 1999 میلادي کال کښې د لنډې مودې لپاره د سند ایالت والي هم ؤ.

په پاکستان کې د جمهوري ریاست مقام تشریفاتي بڼه لري، د ملک ډیر واک پخپله د صدراعظم په لاس کښې وي.

پدې هیواد کښې ولسمشر د خلکو په رایو نه ټاکل کیږي، بلکه د مشرانو جرګې، ملي اسامبلې او د څلورو ایالتي اسامبلیو غړي د هغه د ټاکل کیدو لپاره رای ګیري کوي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د سیاسي چارو مبصر معید یوسف وایي د ملک دبهرنیو چارو او دفاع واک د ښاغلي نواز شریف سره دی او ښایي چې هغه به دا واک د ځان سره وساتي.

" ښاغلي ممنون حسین د نواز شریف د خوښې ولسمشر دی او بله دا چې هغه به تر ډیره حده یو بې واکه شخص وي. "

په پاکستان کې پخوانیو ولسمشرانو پدې هیواد کښې زیات قدرت او واک درلود، لکه د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال پرویز مشرف چې په 1999 میلادي کال کښې یې ښاغلی نواز شریف له واکه وغورځاوه او دیته یې مجبوره کړ چې په بهر کې جلا وطنه شي.
خو پخپله ممنون حسین بیا د پاکستان د سیاست سره چندانې ډیره تجربه نلري ځکه چې هغه یوازې د څو میاشتو لپاره د سنده ایالت ګورنري کړیده او بس.

د ښاغلي ممنون د ټاکل کیدو په اړه عام ولس بیلا بیل نظرونه لري. یو شمیر د نواز شریف په مسلم ګوند انتقاد کوي چې داسې شخص یې د ولسمشرۍ مقام ته غوره کړیدی چې ډیره لږه سیاسي تجربه لري. خو په اسلام آباد کښې د ماجد نجیم بهټ په نامه یو محصل وایي ښه ده چې هغه سیاسي تجربه نلري.


" هغه ډیر ریښتینی شخص دی، مونږ د هغه په اړه تر اوسه هیڅ کومه بده خبره نده اوریدلې. "
ښاغلی حسین به د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کښې د آصف علي زردراي پر ځای د پاکستان د جمهوري ریاست مقام تر لاسه کړي.

په آصف علي زداري باندې ډیر انتقادونه پدې خاطر کیږي چې د ملک د اقتصادي ستونزو په حل کولو او د تروریزم، فرقوي او جرمي ډلو لخوا د تشدد د راپیدا کیدو په مخنیوي کښې پاتې راغلي دي.
ممنون حسین په 1940 میلادي کال کښې په هند کښې زیږیدلي دی خو کله چې په 1947 کال کښې هند او پاکستان سره وویشل شول، هغه د خپلې کورنۍ سره پاکستان راکډه شو. ښاغلی حسین د سوداګرۍ او ادارې په برخې کې لیسانس لري او د کراچۍ په ښار کښې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG