د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر لوی درستیز: «پوځ به چوپ پاته نه شي»


د مصر لوی درستیز وايي چې د تشدد په مقابل کې به پوځ نور صبر او حوصله و نه کړي.

د مصر لوی درسیتیز عبدالفتاح السیسي دغه خبره د لیرې کړل شوي ولسمشر مرسي مخالفین ته وکړه. د مرسي مخالفینو د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې د سترې محکمې په لور لاریون وکړ.

مصر لوی درستیز دا هم وویل چې پوځ د قدرت د نیولو اراده نه لري.

بل پلو ته، د اسلامي ډلو یو ایتلاف د یکشبنې د ورځې لاریونونه لغوه کړل. دغه ایتلاف د پوځ لخوا د مرسي د لیرې کولو سره مخالفت لري او مخکې یې اعلان کړی و چې د یکشنبې په ورځ به لاریونونه کوي.

په عین حال کې، امنیتي ځواکونو د تخلیه شوي الفتح جماعت په شاوخوا کي سخت امنیت نیولی دی. د یکشنبې په سهار، د دغه جومات په شاوخوا کې زرگونه پولیس او ځانگړي ځواکونه لاس په ماشه تیارسی ولاړ وو.

د جمعې په ورځ د سلگونو مظاهرچیانو د وژل کیدو نه وروسته، یو شمیر خلکو د الفتح په جومات کي پناه واخیسته.

خو یو شمیر خلک د اخوان المسلمین لخوا د جوماتونو د استعمالول په تاکتیک انتقاد کوي.

یو مصري محمد رمضان وايي: "اخوان المسلمین سم کار نه کوي. دوی هر څه تباه کړل. جومات یې تباه کړ چې د خدای کور دی. دغه یې لاره نه ده چې د خدای له کور سره دغه ډول عمل وشي. خدای دي مصر، د مصر ځوانانو او د مصر اردو ته خیر پیښ کړي."

په اخوان المسلمین د بندیزونو په لګولو غور

د مصر صدراعظم هم د اخوان المسلمین غړي او د محمد مرسي ملاتړي په هیواد کي د جگړې اور ته په لمن وهلو گرم وبلل.

د مصر دولتي خبري اژانس وایي چي د اخوان المسلمین دوه سوه پنځوس غړي یې د وروستیو پیښو په تور نیولي دي او د دغو نیول شوو کسانو نه تحقیقات ادامه لري.

د مصر صدراعظم حازم الببلوي وايي: "د هغو خلکو سره مصالحه نه شي کیدلی چې لاسونه یې په وینو سره دي. د هغو خلکو سره مصالحه نه شي کیدلی چې د هیواد او ولس پر ضد یې وسله پورته کړي یي. له هغو خلک سره روغه نه شي کیدلی چي قانون یې مات کړی دی."

د مصر صدراعظم زیاته کړه چې پراخوان المسلمین باندې د بندیزونو په لگولو هم غور کوي. خو د موقت جمهور رئیس یو ویاند وایي حکومت، پرته له کوم شرط څخه، د هیواد له ټولو سیاسي گوندونو سره خبرې اترې غواړي.

د مصر د ولسمشر سلاکار مصطفي حجازي وايي: "موږ د مصر د راتلونکي په اړه د ټولو هغو گوندونو سره خبرو اترو او مشارکت ته لیواله یو چي په تشدد کي لاس نلري. سابقې ته له کتو پرته، موږ د ټولو هرکلی کوو."

مصر او د نړیوالو اندیښنې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د مصر له موقت حکومت او پوځ څخه غوښتې چې د مرګ ژوبلې مخنوی دې وکړي.

بل پلو ته، اروپايي اتحادیې ویلي دي چې د مصر سره به په خپلو اړیکو بیرته غور وکړي.

په هغه بیان کې، چې د اروپايي شورا او اروپايي کمیسیون لخوا په ګډه خپور شوی دی، ویل شوي دي چې د دیموکراسۍ او بنیادي حقونو د تامین لپاره د دوی غوښتنه "باید د پامه و نه غورځول شي."

د اروپايي اتحادیې مشران وايي چې دا د مصر د پوځ او موقت حکومت مسولیت دی چې په مصر کې تشدد ختم کړي. دغه مشران د سیمې نورو هیوادنو ته د تشدد د خپریدو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې ده.

د مصر د بهرنیو چارو موقت وزیر بیا د نړیوالو انتقادونه رد کړل.

په دې ورستیو ورځو کې په مصر کې تر ۷۰۰ ډیر خلګ وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG