د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاکستان ته د فټبال په سیالي کې ماتې ورکړه


د افغانستان د فټبال اتل لوبغاړي
د افغانستان د فټبال اتل لوبغاړي
نن د کابل په فټ بال سټیډیم کې د افغانستان او د پاکستان د فټ بال ټیمونو ترمنځ د فټبال یوه دوستانه سیالي ترسره شوه.

افغانستان لخوا لوبه کې درې گوله وشو او پاکستان یو گول کولو کې بریالی نشو. له دې سره لوبه د افغانستان په گټه تمامه شوه. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کال ١٩٧٧ نه پس په لومړي ځل د فټبال دغه ډول سیالي ترسره شوه
.
په لوبه کې د افغانستان لوبغاړو د پاکستان لوري ته هیڅ چانس ورنکړو چې په دوي غالب شي. د افغانستان لخوا بلال ارزو ،سنجر احمدي، معروف، بارکزي او مشرقي غوره لوبه وکړه. د افغانستان د فټبال ټیم په نړیواله کچه د پاکستان نه مخکې دی او له دې لوبې سره نورو ملکونو ته هم وښودل شو چې په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو دپاره زمینه مساعده ده

د افغانستان د فټبال مسولین وايي چې د ننۍ لوبې د جریان او نندارې نه دنیا ته دا ښودل وو چې افغانستان یوازې د جنگ وطن نه دی بلکې دلته ژوند او لوبې هم کیږي

دا لوبه په داسې مهال کیږي چې د افغانستان او پاکستان مشران بله اوونۍ یو بل سره ویني. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تیرو څو میاشتو کې د سرحدي شخړو له کبله اړیکې خړې پړې وې. د دې لوبې د کولو هدف هم د دې اړیکو سمون او د دواړو هیوادونو د لوبغاړو او ولسونو یو بل ته نږدېوالی وو.

دې نه پخوا هم په نړیوالو سیاست کې د لوبو د لوبو په وسیله د ملکونو د اړیکو د رغولو هڅې شویدي.لکه د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ او د امریکا او چین ترمنځ د پینگ پانگ لوبې د یادولو وړ دي..
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG