د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د کیمیاوي وسلو په هکله نړیوال غبرګونونه


Mideast Syria Chemical Weapons
Mideast Syria Chemical Weapons
امریکايي چارواکي وايي دوی په سوريې کې د چهارشنبی د ورځې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه معلومات راټولوي. دا په داسی حال کې دي چې جمهورریئس اوباما پدې غور کوي چې څنگه غبرګون وښي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جین ساکي:

« که دغه رپوټونه رښتیا وی نو دا به د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو بدغوني او رسوا استعمال ته پراخیتا ورکول وي. ځکه نو زموږ ټینگار د واقعیتونو په پیداکولو باندی دی.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورنټ فیبیوس پیشنهاد کوي چې که د کیمیاوي وسلو استعمال ادعاوي رښتیا ثابته شي نو پدی برخه کې دی د قوي د استعمال نه کار واخیستل شي.

امریکايي چارواکي وايي، له هغه وخت نه راپدې خوا چې د سوريې حکومتي قواو د کیمیاوي وسلو استعمال پیل کړیدی نو دوی د سوريې د رژیم مخالفو یاغیانو سره مرسته زیاته کړیده. خو د امریکا پخوانی سفیر ایډم ایرلی وايي دغه مرستې کافي ندي.

« موږ وایو چې موږ به د مخالفینو ملاتړکوو. موږ وایو چې موږ د خطر لیکی لرو. موږ وایو دوی د خطر ددغه حد نه تیر شویدي. موږ وایو چې موږ به یو څه کوو. مگر موږ واقعآ په اساسي او په معنئ لرونکې طریقه پوره څه ندي کړي.»

د سوريې د یاغیانو ویاند لوايي مقتاد وايي د خلیج هیوادونه د یاغیانو سره د وسلو مرسته کوي، نه لویدیځ هیوادونه.

« موږ له ځینو هیوادونو نه ځیني وسلې لاس ته راوړو، په دقیقه توگه له ځینو عربي هیوادونو څخه. اروپايي ملکونو په خاصه توگه د فرانسې، بریتانیې او امریکا حکومتونو لا تراوسه پدې ډگر کې کوم جدي اقدام ندی کړی چې موږ ته هغه مناسبې وسلې راکړي چې موږ ورته اړتیا لرو.»

د جمهور رئیس بشارالاسد سره د روسيې ملاتړ د واشنگټن غبرګون پیچلی کړیدی دا په داسې حال کې دي چې مسکو وایي کیدای شي یاغیانو کیمیاوی وسلی استعمال کړی وی چې د دمشق په خلاف نړیوال اقدام وهڅوي. د بهرنیو چارو د وزارت نطاق الکساندر لوکاشویچ وايي.

« موږ توقع لرو چې کارپوهان به دا موضوع روښانه کړي چې دا به د سوريې د کیمیاوي وسلو په باره کې د یو شمیر فکرونو او سوچونو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.»


امریکايي چارواکي وايي که د سوريې ځواکونه د کیمیاوي وسلو سره کوم تړاو نلري نو دمشق باید د ملگرو ملتونو د وسلو مفتشینو ته اجازه ورکړي چې دمخه دغه هیواد ته رسیدلي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال او برید په هکله معلومات لاس ته راوړي.
XS
SM
MD
LG