د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مدني حقونو د مبارز د وینا کالیزه لمانځي


د مدني حقونو نامتو مبارز ډاکټر مارټین لوتر کینګ
د مدني حقونو نامتو مبارز ډاکټر مارټین لوتر کینګ
نن د امریکا د متحده ایالاتو تقریباً په ټولو ایالاتونو کښې د مدني حقونو د ستر مبارز مارټن لوتر کنګ د هغې مشهورې وینا کالیزه لمانځل کیږي چې هغه پنځوس کاله پخوا په همدې ورځ یانې د اګست د میاشتې په 28 مې نیټې دلته په واشنګټن کښې کړې وه.

ډاکټر کینګ پدې مشهورې وینا کښې چې ( زه یو ارمان لرم او خیال لرم) نومیږي، وړاندوینه کړې وه چې یوه ورځ به د امریکا ټول ولس مساوي حقوق ولري.

د بشري او مدني حقونو مبارز ډاکټر مارټن لوتر کینګ د 1963 میلادي کال د اګست د میاشتې په 28 مې نیټې د ماسپښین په دریو بجو په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د پخواني ولسمشر ابرهم لینکلن یادګاري څلي سره نږدې په زرګونه خلکو ته خپله مشهوره وینا ( ما یو خوب لیدلی او یا زه یو ارمان لرم) واوروله.

د ډاکټر کنګ د همدې مشهورې وینا د پنځوسمې کالیزې په مناسبت ټاکل شویده چې نن د چارشنبې په ورځ په محلي وخت دریو بجو به په درې سوو ځایونو کښې ښوونځي، کلیساګانې او یو شمیر مدني ټولني په لوړ آواز زنګونه ووهي.

تمه کیږي چې د امرېکا جمهور ر-ئیس بارک اوباما به نن د چهارشنبی په ورځ په واشنگټن ډي سي کی هغو خلکو ته وېنا وکړي چې په ١٣۴٢ هجری شمسي کال کې، د نن نه ٥٠ کلونه پخوا په همدې ښار کې په امرېکا کې د مدني حقوقو په ملاتړ د یوه تارېخي مارش په ېاد ېې په ېوه لارېون کې گډون کړی دئ.

په ننني مارش کې چې د واشنگټن د لینکن د یادگار مخې ته کېږي، ټاکل شوې ده چې د ٢٥٠٠٠٠ نه ډېر امرېکاېان په کی برخه واخلي. ښاغلی اوباما د امرېکا لومړی تورپوستی جمهور رئیس دی چې په دې مناسبت په لسگونو زرو خلکو ته وینا کوي.

د جمهور رېس اوباما سربېره، د امرېکا دوه پخواني جمهور رئیسان بیل کلنټن او جېمي کارټر او د امرېکاېې تلوېزون ېوه مشهوره څېره اوپرا وېنفري به هم هلته موجود وي. مارش د واشنگټن په وخت په نهو بجو پېل شو.

د مدني حقوقو مبارز مارټن لوتر کېنگ پنځوس کاله مخکې په همدغه ځائ کې (ما ېو خوب لېدلې دۍ) تر عنوان ېوه تارېخې وېنا کړې وه او په امرېکا کې ېې د ټولو امرېکاېانو لپاره د مساوي حقوقو، انصاف، او د مختلفو نژادونو ترمنځ د آرامۍ غږ کړې و. تارېخ پوهان په دې نظر دي چې دا د امرېکا په تارېخ کی د مهمو وېناگانو په جمله کې ېوه ډېره مهمه وېنا وه.

د ١٩٦٢ مېلادي ېعني ١٣۴٢ هجري شمسي کال مارش چې د آزادۍ او کار او روزگار تر نامه لاندې شروع شوې و، بالاخره په امرېکا کې د قانون سره سم د ټولو امرېکاېانو لپاره د مساوي حقوقو لپاره د مبارزې پېل وگرځېده، چې ځېنو امرېکاېانو ېې ډېر سخت مخالف وکړ او د تشدد نه ډکې ډېرې پېښې هم رامنځ ته شولې .

په دغه زمانه کی سپېن پوسټانو او تورپوستانو لپاره جلا جلا قانون و او تور پوسټان د خپلو ډېرو مدني حقوقو نه محروم ساتل شوي و.
XS
SM
MD
LG