د لاس رسي وړ اتصالات

خبرو نتیجه ورنکړه او دولتي ادارې اوس هم تړلې دي


پنجشنبه د امریکا د یو شمیر ادارو د تړل کیدو درېیمه ورځ وه
پنجشنبه د امریکا د یو شمیر ادارو د تړل کیدو درېیمه ورځ وه
پنجشنبه د امریکا د یو شمیر ادارو د تړل کیدو درېیمه ورځ وه خو کانګرس د حکومت د لګښتونو د لایحې په سر موافقه نه ده کړې.

د لګښتونو د لایحې په سر اختلاف، هغه څه و چې د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمیر ادارو د تړل کیدو او د شاووخوا ۸۰۰ زره مامورینو د بې کاره کیدو سبب وګرځید.


ولسمشر باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ ناوخته د کانګرس د یو شمیر جمهوري غوښتونکو غړو سره په سپینه مانۍ کې وکتل. خو د یو ساعت خبرواترو نه ورسته، د حکومتي ادارو د بیرته پرانستلو په سر، اختلافات حل نه شول.

د ولسي جرګې رئیس جان بینر، چې جمهوري غوښتونکی دی، په دیموکراتانو تور ولګاوه چې د خبرواترو نه ډډه کوي.

د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر وايي: «تاسو پوهیږی، په دغسې وختونو کې، د امریکا خلګ د خپلو مشرانو نه دا تمه لري چې په ګډه کار وکړي او خپل اختلافات حل کړي. نن ماښام، ولسمشر یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې هغه مذاکرات نه کوي.»

د امریکا د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو مشر هري ریډ بیا نهیلي څرګنده کړه. هغه وویل چې جمهوري غوښتونکي نه غواړي چې د بودجې په اړه خبرې وکړي بلکه غواړي چې په هغو موقتي اقدام باندې غور وشي چې د حکومتي ادارو د پرانستلو په اړه دی.

د امریکا د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو مشرهري ریډ وویل: «موږ د حکومتي پورونو د حد د موضوع سره مخ یو، خو [بینر] غواړي په لنډ مهاله لایحې باندې خبرې وکړي. ما فکر کوی چې دوی به د دغه هیواد د اوږدمهاله مالي چارو په اړه اندیښنه ولري او موږ وویل چې موږ هم [اندیښنه] لرو، راځي چې خبرې ورباندې وکړو.»

د غونډې نه مخکې د امریکا ولسمشر د سي ان بي سي د تلویزوني چاینل سره په مرکې کې وویل چې د جمهوري غوښتونکو سره یې د ګډ کار لپاره هر څه چې یې په وس و وکړل خو نتیجې یې نه درلوده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل: «راځی چې داسې بودجې تصویب کړو چې خلګو ته د اوږد مهال لپاره د پلان جوړولو وخت ورکړي، داسي چې د معقولې او محسوسې لارې نه زموږ مالي مشکلات حل کړي، حتا داسي موضوعاتو لکه صحي بیمه هم پکښې شامل وي.»

ولسمشر اوباما وویل چې هر وخت چې د امریکا چې د حکومت د لګښتونو لپاره لایحه تصویب شي او حکومتي ادارې بیرته پرانستل شي، نو هغه به حاضر شي چې د ټولو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

خو ولمسشر اوباما دا خبره هم وکړه چې ځینې جمهوري غوښتونکي لیوال دي چې، د دې نه بغیر چې عواقبو ته یې وګوري، د لومړي ځل لپاره امریکا د خپلو پورونو په ورکړې کې پاته راشي.

اوباما وویل چې د جمهوري غوښتونکو دغه کار ځکه کوي چې غواړي په هر صورت چې وي د نوي صحي پروګرام قانون رد کړي. هغه زیاته کړه چې صحي پرورګرام د کانګرس لخوا تصویب شوی او قانوني اعلان شوی دی.

اوباما غواړي چې د اکتوبر د ۱۷ نیټې د مهالویش نه مخکې د امریکا د حکومت د پور اخستلو اندازه ډیره شې.

د امریکا ولسمشر وویل چې که چیرې د امریکا فدرالي ادارې تړلې پاته شي، نو دغه به د امریکا په اقتصاد باندې ډیر خراب تاثیرات ولري
XS
SM
MD
LG